لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لکي مروت خلک وايي، ناامنۍ یې روزګار او کاروبارونه په ټپه ودرولي


د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې، ځايي خلک وايي، د خرابې امنیتي وضعې له امله کاروباري فعالیتونه په ټپه درېدلي، او د سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي.

عبدالحميد نومې تن په لکي مروت بازار کې کېلې او مڼې خرڅوي، خو وايي، د ورځنۍ مزدورۍ سره د خپل کور لګښتونه پوره کول ورته اوس ډېر ګران شوي دي.

هغه وايي چې له سهاره تر ماښامه خپله ريړۍ لګوي، خو د خرڅ د نشتوالي له امله ورته تاوان اوړي.

وايي، "له سحر نه ريړۍ لګوم، خو کاروبار بالکل نه روان دی. د 5000روپو کېلې راوړم، خو په مشکله سره 2500 روپو هم نه خرڅېږي. د لکي مروت حالات خراب دي، امن نشته، نو کاروبار هم نشته".

په وروستيو کې په لکي مروت کې د ناامنۍ ستونزې ډېرې سیوا شوې دي. د روان کال ستمبر په میاشت کې پوليسو د خپل امنیت لپاره څلور ورځنی احتجاجي پرلت پيل کړی، او له دغې وړاندې هم په ولسي کچه پرله‌پسې احتجاجونه او ولسي پاڅونونه شوي وو.

د ځايي خلکو په وینا، دا سیمه په دې وروستیو کې د وسله والو ډلو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې میدان ګرځېدلې ده.

پي ټي ایم د قامي جرګې غړی نصير خان مروت وايي، په لکي مروت کې هره ورځ د هدفي وژنو پېښې کېږي، د امنیتي ځواکونو عملیات او پر هغوی حملې یو معمول ګرځېدلی، چې له کبله یې عام خلک په سخت ویره او ډار کې ژوند کوي.

لکي مروت، د خېبر پښتونخوا هغه جنوبي سیمه، چې د بنو، کرک، او ډیره اسماعیل خان ضلعو سره، د پنجاب د میانوالی ضلعې سره هم پولې لري.

دا ضلع د سرای نورنګ او لکي سټي په څېر د مشهورو تجارتي مرکزونه لري، چې آن تر افغانستان پورې سوداګري کوي. خو په دې وروستیو کې د غیر یقیني حالاتو له امله کاروبار سخت اغېزمن شوی دی.

سوداګر، وایي چې کاروبار تقریباً ختم شوي دي. دوکانداران د دوکانونو د بلونو او کرایو ورکولو وس نه لري، او د دې له کبله د برق میټرونه هم ځينې وړل کېږي.

د تاجرانو اتحادیې مشر فريدالله خان وايي، "کاروبار بالکل ختم شوی دی. دوکانداران دومره توان نه لري چې بلونه او کرایې ورکړي. آن تر دې چې هره ورځ د واپډا مامورین راځي او میټرونه وړي. شتمن خلکو د خرابو حالاتو له کبله سیمه پرېښودلې ده، او دلته یواځې بېوزله خلک پاتې دي، چې قرض هم نه شي ورکولی".

د لکي مروت خراب تجارتي حالت غریب مزدوران هم سخت اغېزمن کړي دي. د هغوی د کور لګښتونه نه پوره کېږي، او د قرضونو لاندې ګېر شوي دي. د ګرانۍ او ناامنۍ له کبله روغتیا او تعلیم هم د هغوی له وسه وتلي دي.

مېوه خرڅونکی عبدالحميد وايي، "د کور خرچه نه پوره کيږي. موږ ته هره میاشت د خوراک لپاره هم قرض اخيستل پکار دي، او د درملنې او تعلیم لګښتونه پوره کول خو ډېر مشکل شوي دي".

په دې حالاتو کې د لکي مروت منتخب استازي، شیر افضل مروت او جوهر خان چې په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تړاو لري، د سیمې د امنیت په اړه خاموشه ښکاري. او خلکو پر وړاندې بې وسي ښکاره کوي.

کارپوهان وایي چې د دغو حالاتو پر ضد د غږ پورته کوونکو د خاموشه کولو هڅه کېږي.

په دې وروستیو کې د جګړې ضد او د امن غوښتونکې تنظیم، پي ټي ایم، غیر قانوني اعلان شوې، او د هغوی سلګونه غړي نیول شوي دي. د دوی په وينا د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمې پرې جوړې شوي، او فشار پرې اچول کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG