د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې مرکزي ښار پاړه چنار ته تلونکې مهمه لاره ټل، پاړه چنار د ۲۷ ورځو راهسې بنده ده، ځايي خلک او سوداګر وايي، د لارې د بنديز له امله د سختو ستونزو سره مخ دي.
د لارې بندیز پرضد نن پاړه چنار کې په زرګونو کسانو په خپلو پښو احتجاجي لاریون پيل کړی او د امن راوستلو لپاره په سیمه کې د انتظاميې نه کلکې غوښتنې کوي. د کورمې انتظاميه وايي، مذاکرات روان دي او د حالاتو سمولو هڅې کوي.
د احتجاجي لاريون مشرانو ويلي، د ۲۷ ورځو راهسې لاره بنده ده، تنګ شو ځکه یې لاريون پيل کړو او احتجاج یې د کومې قبيلې يا فرقې پرضد نه دی، بلکې د سیمې خلکو ته امن غواړي.
په کورمه کې دا احتجاج وروسته له هغې پیل شوی چې په دې وروستیو کې په سيمه کې فرقه يیزې شخړې زياتې شوي او دوه ورځې وړاندې د سنیانو په بګن سيمه کې د شيعه مسلک خلکو په ګاډي برید شوی. په دې بريد کې دوه کسان وژل شوي او یوه ښځه ټپی شوې وه. احتحاج کونکي وايي وژل شوي کسان د ۸ کلونو مسافرۍ ژوند تېرولو وروسته قطر نه خپل کلي ته بېرته راتلل.
له دې وړاندې د اکتوبر په ۱۲مه د شیعه و په کونج عليزي سيمه کې يو بل برید شوی وو چې په نتيجه کې يې د سني مسلک ۱۵ کسان، چې پکې ښځې او ماشومان شامل وو، ووژل شوي وو. دغه پېښې د فرقه يیزو شخړو د زياتېدو سبب وګرځېدې او انتظاميې د امنیتي خطرونو له امله ټل پاړه چنار لويه لاره بنده کړې ده.
خو سني او شیعه مسلک خلک وايي دغلته په پټ مخ کسان راشي وژنې وکړي چې بیا فرقه يیزه بڼه خپله کړي خو تر اوسه په دغه پېښو کې ککړ کسان مالوم نه شول.
د لارې بندیز له امله په سيمه کې کاروبارونه په ټپه اودرېدلي دي. د کورمې ضلعې د سوداګرو د اتحادیې مشر سيد مبين شاه وویل، د لارې بنديز سره هره ورځ په ميليونو روپۍ زیان تاجرانو ته اوړي، او د خوراکي موادو نشتوالي د عامو خلکو ستونزې نورې سېوا کړي دي.
هغه وویل افغان ټرانزټ بند دی او روغتونونو کې درمل ختم شوي او مريضانو ته علاج نشته، چې له امله یې ګڼ شمېر خلکو د ژوند له خطر سره مخ دی.
دغه احتجاج چې له پاړه چنار د ټل په دې بنده لاره روان شوی په سر کې تنکي ماشومان روان دي او د لارې د پرانستو غوښتنه کوي.
د شیعه مسلک یو مقامي تنظیم انجمن حسېنيه مشر جلال بنګش په احتجاج کې ګډونوالو ته په وينا کې وويل، "دا لاره ۲۷مه ورځ هم بنده ده، او له دې کبله بره کورمې ته د رسد لارې هم بندې شوې دي. څلور هفتې کېږي چې د درملو ګاډي نه پرېښودل کېږي، او په دوکانونو کې د ژوند د ضرورتونو توکي ختم شوي دي. انتظاميه د دې مسلې په حل کې ناکامه شوې ده".
مظاهره کوونکو غوښتنه وکړه چې لاره دې زر تر زره خلاصه او د سیمې امن ټینګ کړل شي.
بل لور ته د سني مسلک خلکو په سيمو کې هم وېره او اندېښنه خوره شوې ده. چې د جلوس تېرېدو پرمهال کومه بده پېښه ونه شي.
په صدې بازار کې د دوکانونو بندېدو او د جلوس پرمهال په جوماتونو کې خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو اعلانونه شوي دي.
ځایي خبریال ریحان وايي، په صدې بازار کې ځايي خلکو په خپله د جلوس په لار کې خنډونه لرې کړي او لارې یې پاکې کړې دي.
هغه وویل د ناامنۍ دا ستونزه د سني او شیعه مسلک خلکو شریکه ده او وروستیو جرګو کې دوی ته ويل شوي چې لاره د سني مسلک خلکو نه ده بنده کړې چې د شیعه مسلک خلکو پرې باور کړی دی.
وروستي رپوټونه وايي احتجاجي لاریون د پاړه چنار نه لرې سمیر عباس نومې علاقې ته رسېدلی دی چرته چې انتظامیې د احتجاج لاره بنده کړې او دوی سره یې خبرې پیل کړې دي.
د کورمې مرستيال کمشنر جاويد محسود وايي، د قبايلي مشرانو او لویې جرګې له لارې مذاکرات روان دي او حالات د ښه والي پر لور روان دي.
هغه وايي ماشومانو ته تعليم او روغتیا ته لومړيتوب ورکوي او د ضرورت توکي د قافلو په شکل کې متاثره سيمو ته رسوي.
هغه وویل دا کومه فریقه يیزه شخړه نه ده او په دې وروستیو کې په دې سړک د عامو خلکو په ګاډو بریدونه سیوا شوي چې له امله یې په امنيتي عسکرو په قافلو کې خلکو ته تګ راتګ ور برابروي.
د ضلعې د پولیسو مشر احمد شاه وايي، په سيمه کې د شک په بنياد ۱۰۰ څخه زیات کسان نيول شوي، د هغو نه پلټنې کولی شي. هغه وویل چې د امنیتي ګواښونو له امله لاره بنده شوې او د نورو پېښو د مخنیوي لپاره څارنه لا زياته کړل شوې ده.
احمد شاه زیاته کړه، "تېره اوونۍ پر امنیتي ځواکونو برید وشو چې په نتيجه کې يې دوه عسکر وژل شوي وو، ځکه د سيمې امنیت ته کلک پام ساتل کېږي".
خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي
Forum