لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د رياست مخالفه پروپېګنډه کوونکو خلاف د ځانګړي ځواک اعلاميه جاري کړل شوې


د پاکستان د وزيراعظم د دفتر څخه جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي، د رياست خلاف منفي پروپېګنډه کې ککړو کسانو په ګوته کولو دپاره ګډ ځانګړی ځواک [ټاسک فورس] جوړ کړل شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي، ياد ځواک به د جعلي او بې لارې کوونکو خبرونو جوړولو او خپرولو کې ککړې ډلې او تنظيمونه په ګوته کوي.

ويل شوي، ګډ ځواک د ترهګرۍ او اړي ګړي د وروستيو پېښو او رياست او په خصوصي توګه د امنیتي ادارو بندنامولو دپاره په بد نيتۍ جوړ مهم په نتيجه کې جوړ کړل شوی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت دعوه کوي، په 26م نومبر پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد په احتجاج کې په يايتخت او امنيتي ځواکونو حمله کړې او ترهګرۍ کولو تور یې پرې لګولی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت تورونه رد کړي او ويلي يې وو، پرامنه احتجاج یې کولو، په احتجاج یې نېغ په نېغه ډزې شوي، غړي يې وژل شوي او نيول شوي دي.

خو حکومتي وزيرانو د تحریک انصاف ګوند د وژنو تورونه دروغجن ګرځولي دي.

د وزيراعظم د دفتر څخه جاري شوې اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې ځينې ملکي او بهرنۍ مطبوعاتې ادارې د بې بنياده او راپارونکو خبرونو خپرولو دپاره کاريږي چې د پاکستان ریاستي ادارې د بشري حقونو په سرغړونو کې ککړې دې.

ويل شوي، د ياد کمپېن هدف په ملک کې د امنیت مسله جوړول، او د مخصوصه سياسي ګټو دپاره صوبايت او لسانيت ته هوا ورکول وو، ګډ ځواک به په لسو ورځو کې خپلې سپارښتنې وړاندې کوي او مجرمان به زر تر زره د قانون منګولو ته راوستلی شي.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د تحریک انصاف د مظاهره چیانو ضد د وژونکو عملياتو د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.

پرون په لومړي دسمبر د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ بيا دعوه کړې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد احتجاج د امن خرابولو پلان شوی سازش وو، د وينې تويولو منصوبه بندي شوې وه، په مرکز د يلغار دپاره د خېبرپښتونخو صوبې وسايل بې درېغه کارول شوي، او ياد ګوند بيا د خپلې ناکامۍ پټولو دپاره دروغ ويلي، په ټولنيزو رسنيو د دروغو خبرونه خپروي.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشاور بېرسټر سېف د عطا تارړ د خبري غونډې په غبرګون کې ويلي، دوی په خبري غونډو کې دروغ وايي، خو په داسې کولو رښتيا نه شي پټېدی.

له دې وړاندې د تحریک انصاف بیلابیلو مرکزي مشرانو دعوې کړې وې چې د 26م نومبر نه پیل شوي د اسلام اباد احتجاج کې د امنیتي ځواکونو په ډزو د دوي په سوونو فعالان وژل شوي دي.

حکومتي وزیرانو د تحریک انصاف دا دعوې دروغ بللې دي او ویلي یې وو، د اسلام اباد احتجاج کې هیڅوک د امنیتي ځواکونو په ډزو کې نه دي وژل شوي.

خو د خېبر پښتونخوا په مردان او ځينو نورو سیمو کې بیا تېره ورځ د څو هغو کسانو جنازې او دعوه شوې چې دغه کسان د اسلام اباد په احتجاج کې د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي وو.

په اسلام اباد کې د پمز او پولي کلینک روغتونونو چارواکو ډیوه ته ویلي وو، دغو دواړو هسپتالونو ته د 9 کسانو مړي او 96 زخمیان ور وړل شوي چې په دغو زخمیانو کې 44 د پولیسو او رینجرز عسکر او 57 مظاهرین شامل وو.

په 26م نومبر په اسلام اباد کې د تحریک انصاف احتجاج ته د زرګونو په شمېر کې پښتانه د خېبر پښتونخوا د بیلابیلو برخو نه ورغلي وو، غوښتنه یې کوله چې د هغوي د ګوند مشر عمران خان دې له بنده ازاد کړل شي.

ياد احتجاج په 24نومبر اعلان شوی او بيا په 26م نومبر اسلام اباد ته رسېدلی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG