لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ګرانۍ کمېدو دعوه کړي خو عام خلک وايي هيڅ نه دي ارزان شوي


د پاکستان د خزانې مرکزي وزارت او د شمارياتو وفاقي ادارې په ملک کې د ګرانۍ د کمي دعوې کړي خو عام خلک وايي، هیڅ ارزاني نه ده راغلې او اقتصاد پوهان وايي، د سود په شرحه کې کمی او چې اقتصاد وده وکړي نو د هغې وروسته به امدن سېوا کيږي.

د پاکستان د خزانې مرکزي وزارت او د شمارياتو وفاقي ادارې ويلي، په هيواد کې روان مالي کال کې د نومبر په میاشت کې د ګرانۍ کچه 4.9 فيصدو ته راټيټه شوې ده، کومه چې د تېر اکتوبر په میاشت کې 7.2 فيصده وه.

د رپورټ ترمخه د موجوده مالي کال په لومړیو پينځو مياشتو کې د ګرانۍ اوسط شرحه څه دپاسه 7فيصده پاتې شوې ده چې تېر مالي کال هم دې موده کې 28 فيصده وه. خو عام خلک په ګرانۍ کې د راغلي کمي په اړه د حکومتي ادارو په شمېرو باور نه کوي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي تر څو چې د خلکو په امدن کې اضافه وه نه شي نو په ګرانۍ کې د کمي اثر هيڅ معنا نه لري.

د پاکستان د شمارياتو د محکمې تر مخه دا په تېرو شپږ نيمو کلونو کې د ګرانۍ تر ټولو ښکته کچه ده.

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ د خزانې قايمه کمېټۍ ته په وينا کې ويلي چې په پاکستان کې د ټرانسپورټ په کرايانو او د تېلو په نرخونو کې کمی راغلی او ورسره د خوراک څښاک څيزونو بيعې هم په ښکته تللي دي. خو عام خلک په ګرانۍ کې د کمي په اړه حکومتي دعوې ردوي.

د شوکت علي په نوم يو تن وايي، "ګراني خو مونږ کمه وه نه ليده، ګراني ورځ په ورځ سېوا کېږي، مخکې د يو کيلوګرام غوړو نرخ 370 روپۍ وو، هغه اوس 480 ته ورسېدو، اوړه 200 روپۍ تروړه ځانله ګرانه شوه، او داسې چای او چيني هر څه په بره روان دي".

د نومبر په مياشت کې د خزانې د مرکزي وزارت لخوا جارى کړی شوو شمېرو کې ويل شوي، چې په ښاري سيمو کې د ګرانۍ شرح د 30.4 فيصده نه ښکته 5.2 فيصده ته راغلې ده او هم داسې په کلي والو سميو کې دا کچه د 27.5 فيصدو نه تر 4.3 پورې غورځېدلې ده خو عام وګړي په دې شمېرو لا هم باور نه کوي.

په اسلام اباد کې کار کوونکی موچي يا چميار اعظم خان وايي مونږ خو په ګرانۍ کې کمی نه دی ليدلی.

"د کورونو کرايانې يو په دوه ګرانې شوي دي، دغه شان د ټرانسپورټ چې کومې کرايانې دي هغه هم په بره ځي او چرته په ښکته باندې رانغلې، هر يو څيز په بره روان دی او تر اوسه مونږ داسې څه څيز وه نه ليدو چې هغه په ښکته راغلی وي".

اقتصاد پوهان وايي د تېر کال په مقابله کې سږ کال په ګرانۍ کې کمی نه دی راغلی بلکې په ګرانۍ کې د اضافې رفتار ورو شوی دی، نو ځکه يو عام تن ته د دې کمي اثر نه ښکاري.

د اقتصادي چارو کارپوه چارو خبريال مهتاب حېدر وايي، "که څه هم په ګرانۍ کې کمی د اقتصاد د ښه کېدو اشاره ده خو دا به کتل کېږي چې څنګه د خلکو په امدن کې اضافه وکړی شي، راتلونکو ورځو کې د سټېټ بېنک د مانيټرنګ کمېټۍ غونډه کېږي چې د سود شرح د 15 فيصده څخه راکمه کړي ځکه چې که د سود شرح کمه شي نو هله به په اقتصادي وده کې اضافه کېږي او چې کله په اقتصادي وده کې اضافه وشي نو بيا به د خلکو په امدن کې هم اضافه راشي".

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د نومبر په دويمه د وفاقي کابينې غونډې ته په وينا کې ويلي وو، چې ګراني په تېرو 70 مياشتو کې تر ټولو کمې کچې ته رسېدلې ده او دا یې د پاکستان لپاره يو ښه خبر بللی وو، او امکان یې څرګند کړی وو چې مرکزى بېنک به په خپله راتونکي غونډه کې د سود شرح نوره کمه کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG