لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ جنوبي وزيرستان او لکي مروت کې د اتو وسله والو وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ ويلي، په جنوبي وزيرستان او لکي مروت کې یې عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان اته وسله وال یې وژلي دي. پوځ ټي ټي پي د خوارج په نوم يادوي. پوځ په څلورم دسمبر هم لکي مروت کې د څلورو وسله والو وژلو دعوه کړې وه.

پوځ پرون په پينځم دسمبر ناوخته ويلي، د جنوبي وزیرستان د سرا روغه په علاقه کې د وسله والو د موجودګۍ خبر وو، پوځ هلته عمليات کړي، د سر کمانډر خان محمد عرف خوريي په ګډون یې دوه وسله وال وژلي او دوه نور نيولي دي.

پوځ ويلي، کمانډر خان محمد په سيمه کې په ترهګرو هلو ځلو، هدفي وژنو او قلنګ اخستو کې ککړ وو، هغه قانون نافذونکو ادارو ته مطلوب او په سر یې حکومت يو ميلين روپۍ اعلان کړې وې.

پوځ دعوه کړې، لکي مروت ضلعه کې یې د استخباراتي په اساس عمليات کړي، د وسله والو سره یې نښته شوې، او شپږ وسله وال، خوارج یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.

د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې دي.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې شوي، 71 کسان وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.

دغه رنګ په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 حملې شوې او 36 کسان وژل شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې زياته کړل شوې، بلوچستان صوبه کې 20 وسله وال بريدونه شوي، 60 کسان پکې وژل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG