د بشري حقونو فعال او د څارنې غېر دولتي ادارې وخت په وخت په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو په سر اندېښنې څرګندوي خو په دغو کې يوه قضيه د فعال ادريس خټک ده، چې پينځو کلونو راهسې په بند کې ساتل کيږي او پرضد یې جوړو مقدمو باندې د بشري حقونو ځايي او نړيوالو تنظيمونو اندېښنې څرګند کړې دي.
د بشري حقونو نړپواله ورځ په داسې حال نمانځل کيږي چې لا هم د پاکستان دننه د جبري بې درکيو ، د سياسي فعالو نيول او د تشدد کولو په اړه د بشري حقونو سازمانونه له خوا اندزېښنې ښودل کيږي.
د پاکستان حکومت هغه ټول تورونه ردوي چې ګنې رياست خلک د حقونو د غوښتنو په سر ځوروي او يا پرې په غېر قانونه توګه کومې مقدمې جوړوي.
پاکستان د بشري حقونو په نړيواله ورځ ويلي، پاکستان د قوانينو جوړولو او پاليسي اقداماتو د لارې د بشري حقونو ايجنډا په وړاندې بوځي.
خو د مدني ټولنې فعال ادرپس خټک لور څو ورځ وړاندې ويلي وو، د پلار بې درکۍ او بيا وروسته په بندي خانه کې ورسره ساتلی چلن غېر انساني دی.
په پاکستان کې يو خوا چې د بشري حقونو په اړه وخت په وخت قانون سازي هم تر سره کيږي او اکثره د پلټنو دپاره بيا کمېشنونه وټاکل شي خو د پاکستان د بشري حقونو کمېشن اکبر خان وايي دا ټول څه بیا د بشري حقونو سرغړونې جايز ګرځولو دپاره وي.
د بشري حقونو په نړيواله ورځ فعال وايي، هاغو ټولنو او سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونې خطره زیاته وي چرته چې شخړې او جنګونه وي. دوي وایي خېبر پښتونخوا کې د تیرو شلو کالو بدامنۍ په وجه بشري حقونه ریات متاثره شوي دي.
د بشري حقونو فعال وایي کومو سیمو کې چې شخړې، اعلان شوې یا نا اعلانه جګړه روانه وي. هلته تر ټولو زیات د بشري حقونو سرغړونه کیږي.
د پاکستان د بشري حقونوکمېشن یا ایچ آر سي پي د 2023م کال د پېښو په اړه خپل رپوټ کې وایي دغه کال کې یوازې خېبر پښتونخوا کې په ترسره شوو ترهګرو حملو کې 230 نه زیات پولیس او پوځیان، 60 عام خلک او د 170 نه زیات وسله وال جنګیالي وژل شوي وو.
فعال وایي د پښتونخوا خېبر، بنو، ډیره اسماعیل خان او وزیرستان کې روزانه د ځواکونو او وسله والو تر مینځه نښتې کيږي.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مرستیال مشر اکبر خان وايي، جنګي حالات چې داسې جوړ شي نو په هغې کې اوله خبره د قانون عملداري وي، د قانون حکمراني ختمه شي. او چې د قانون حکمراني ختمه شي. نو بیا د بشري حقونو یوه لویه لړۍ ده. چې هغه ټول په څه نا څه شکل کې متاثره کیږي. خو مونږ ه یې که په لنډو ټکو کې اوایو نو په دې کې سیاسي، سماجي، اقتصادي، کلتوري او اوس چې دی دا ماحولیاتي حقونه چې دي، هغه ټول په رسک باندې شي او هغه ټول متاثر کیږي.
اکبرخان وایي داسې حالاتو کې د ټولنې کمزوري خلک لکه میرمنې، ماشومان، بوډاګان، نرښځیان، مذهبي اقلیتونه او په اقتصادي توګه کمزوري وګړي زیات متاثره شي.
د نوموړي په خبره، پښتنو سیمو لکه باجوړ، خېبر، بونېر، سوات او داسې نورو علاقو کې د بدامنۍ یا پوځي عملیاتو په وخت د مېرمنو او ماشومانو د تعلیم او صحت ستونزې ولیدلې چې د کډوالو کېمپونو کې متاثره شول.
څیړونکي وایي تیرو شلو کلنو نه چې پښتونخوا کې کومه بدامني خوره ده، هغې دلته د لیک او وینا د اذادۍ په حق هم ګزار کړی دی.
څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، "زما په خیال بیا دا ډېر زیات اغیزمن شوي دي. په دې تقریبن شلو دوه ویشتو کالو کې. او داسې ښکاري چې دلته کې یو قسم چاته څه ازادي نیشته. نه د چا حقوق دلته خوندي دي. زما په خیال باندې که څوک څه ټایم غواړي. خلک غیبولی شي، هغوي مړ کولی شي. هغوي ته دهمکۍ ورکولی شي. هغوي راغوښتلی شي".
د نوموړي په خبره په دغو خلکو کې "که وکیلان دي. که صحافیان دي. که سیاستمداران دي. نو هرچا دلته کې خپل ځان چې دی نو هغه د بنديزونو سره مخ دی، او هر چا ځان په خپله هم پابند کړی دی".
مشتاق یوسفزی وويل، اول خو د جنګ ځپلو سیمو نه کره خبرونه نه ترلاسه کیږي. که لږ ډیر خبرونه راورسي نو هغې کې دومره دروغ شامل شوي وي چې سیمې ته د ګټې په ځایې تاوان ورکړي.
د پاکستان مرستيال وزيراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق د بشري حقونو په نړيواله ورځ ويلي، پاکستان د نړیوالو بشري حقونو د چوکاټ لاندې خپلو زمه وارو پوره کولو ته ژمن دی.
هغه ويلي، پاکستان د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې د بشري حقونو د طريقه کار سره په رغنده چلند کې بوخت دی، او پاکستان په دې ورځ د نسل، مذهب، جنس، يا قوميت پرته د ټولو خلکو د بنيادي حقونو او ازاديو يقيني کولو دپاره عزم کوي.
په دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي
Forum