لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آی اېس آی په پخواني مشر فېض حميد باندې په کورټ مارشل کې په سیاسي هلو ځلو کې د لاس لرلو فرد جرم لګول شوی دی


لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د استخباراتي ادارې (آی اېس ای) پخوانی مشر، د پېښور کور کمانډر او بيا د بهاولپور کمانډر پاتې شوی، د دې ترڅنګ په پوځ کې په نورو عهدو هم پاتې شوی دی. (فایل فوټو)
لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د استخباراتي ادارې (آی اېس ای) پخوانی مشر، د پېښور کور کمانډر او بيا د بهاولپور کمانډر پاتې شوی، د دې ترڅنګ په پوځ کې په نورو عهدو هم پاتې شوی دی. (فایل فوټو)

د پاکستان پوځ استخباراتي ادارې آی اېس آی په پخواني مشر لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د کورټ مارشل قضيې کې په رسمي توګه فرد جرم لګول شوی دی.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې آی اېس پي ار ترمخه لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد پرضد څلور میاشتې وړاندې په 12م اګست د فيلډ جنرل کورټ مارشل يا د پوځي قانون لاندې کارروايي پيل شوې وه.

د آی اېس آی پخوانی مشر فیض حمید په کورټ مارشل کې سیاسي فعالیتونو کې د لاس لرلو، د افیشل سیکریټ اېکټ یا سرکاري رازونو قانون سرغړونې، د ریاست ګټو ته د نقصان رسولو او د خپل اختیاراتو نه غلط استعمال کولو سره یو شمیر کسانو ته نقصان رسولو تورونو سره مخامخ دی.

د آی اېس آی پخواني مشر فېض حميد نه د کورټ مارشل په مهال په هېواد کې د ګډوډۍ او بدامنۍ د پېښو په اړه هم تحقیقات کېږي.

آی اېس پي ار واضحه کړې ده چې په دې کې د نهمې مې 2023 سره تعلق لرونکو پيښو تحقيقات هم شامل دي۔ بيان کې ويلی شوي دي چې په دې پيښو کې د سياسي عناصرو د لاس لرلو پلټنې هم روانې دي۔

د آی اېس پي ارترمخه په کورټ مارشل کې لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد ته د قانون مطابق ټول حقونه ورکولې کیږي.
د آی اېس آی پخواني مشر فېض حميد میا علي اشفاق خپل وکیل مقرر کړی دی.

ميا علي اشفاق اېډوکېټ وي او اې سره خبرو کې د دې خبرې پخلى کړى چې لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد هغه خپل وکيل نامزد کړی دی.

د پاکستان پوځ په 12م اګست د استخباراتي ادارې آی اېس آی د پخوانی مشر او د پېښور پخوانی کور کمانډر لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد نيولی و او ويلي يې وو، د هغه پرضد د فيلډ جنرل کورټ مارشل يا د پوځي قانون لاندې کارروايي پيل شوې ده.

پوځ ويلي وو، د آی اېس آی د پخواني مشر لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د سپريم کورټ د حکم ترمخه د ټاپ سټي قضيه کې د شکايتونو په سر پلټنې پيل کړل شوي او پوځ هغه نيولی دی.

پوځ زياته کړې وه، د پاکستان د ارمي اېکټ يا پوځي قانون د مادو لاندې د لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد پرضد سخته تاديبي کارروايي پيل کړل شوې ده.

د پوځي بيان ترمخه، د لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد په اړه د هغه د ريټايرډ کېدو نه وروسته هم د پاکستان د پوځي قانون د سرغړونو څو پېښې مخې ته راغلي دي.


ټاپ هاوسنګ سوسايټي قضيه

د پاکستان د ځایي مطبوعاتو ترمخه، د کورونو يا ودانيو د يوې سوسايټۍ (ټاپ هاوسنګ سوسايټۍ) مالک معز احمد خان د فېض حميد خلاف سپريم کورټ ته خواست کړی او تېر کال د نومبر په میاشت کې د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د جسټس امين الدين او جسټس اطهر من الله ګډ بنچ په دغه خواست اورېدنه کړې وه، او د فېض حميد خلاف شکایتونو په اړه یې د دفاع وزارت او اړونده ادارو ته د رجوع کولو ويلي وو.

په خواست کې ويل شوي وو، د کال 2017م د مې په میاشت کې د پاکستان رېنجرز او استخباراتي ادارو غړو د ترهګرۍ تش په نوم قضيه کې د ټاپ سټي په دفتر او د دغه سکيم د مالک معز خان په کور چاپه وهلې، د سرو زرو او هيرو کالي او پېسې یې ترې لوټلې وې.

په خواست کې ویل شوي وو، وروسته بيا د فېض حميد د ورور سردار نجف په مينځګړيتوب د مسلې هوارولو هڅه شوې، او د معز خان د تره ځوي چې بريګيډير دی، د هغه د لارې د دوی سره تماس نيول شوی وو.

قانون پوهان او د سياسي چارو څېړونکي وايي د پاکستان د استخباراتي ادارې آي ایس آي د پخواني مشر جنرال ( ریټایرډ) فېض حميد نيول کېدو او په ضد یې د کورټ مارشل کارروایۍ په جېل کې د بندي پخواني وزیر اعظم عمران خان اندېښنې هم سېوا کړي دي.

د قانون پوهانو وینا ده چې د فېض حمید نیول کېدل د عمران خان په پرضد د غدارۍ او په پوځ کې دننه بغاوت ته د لمنې وهلو د تورونو په اساس د عمران خان مقدمه هم پوځي عدالت ته وړلی شي.

ویل کېږي چې فېض حميد او نور پوځي افسران د عمران خان خلاف د نهمې مې په تړاو وعده معاف ګواهان جوړېدای شي.

عمران خان د فېض حمید نیول کیدو وروسته ویلي و چي د پخواني جنرل فېض حميد د نيول کيدو مطلب د هغه په نخښه کول دي ځکه چې هغه خلاف زياتره مقدمې ناکامه شوې دي.

فېض حميد څوک دی؟

لېفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د استخباراتي ادارې (آی اېس ای) پخوانی مشر، د پېښور کور کمانډر او بيا د بهاولپور کمانډر پاتې شوی، د دې ترڅنګ په پوځ کې په نورو عهدو هم پاتې شوی دی.


د کال 2022م د نومبر په میاشت کې په پاکستانيو رسنيو خبر ورکړل شوی چې هغه د وخت نه وړاندې ريټايرډمنټ اخستی او د ريټايرډ کېدو خواست یې قبول کړل شوی وو.

د فېض حميد نوم وخت په وخت سياستوالو د بېلابيلو موضوعاتو په تړاو ياد کړی دی.

نوموړي د کال 2021م په 15م اګست د طالبانو په افغانستان کې واکمنېدو وروسته فېض حميد چې هغه وخت د آی اېس آی مشر وو، په څلورم ستمبر یې د کابل سفر کړی وو.

فېض حميد د کابل په سفر کې خبريالانو سره خبرو کې دومره ويلي وو، چې "د پریشانۍ هیڅ خبره نشته هر څه به ټيک وي"

Faiz Hameed
Faiz Hameed

په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) حکومت کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

تېر کال د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان تور لګولی وو، چې د عمران خان په حکومت کې 40000 وسله وال بيرته ملک ته راوستل شوي، او هغه د پوځ د اوسني مشر جنرل عاصم منير نه غوښتنه کړې وه، چې چا دغه خلک بيرته راوستي دي، د مخکني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او استخباراتي ادارې مشر جنرل فېض حميد نه دې پلټنې وکړي چې دومره سنګين جرم یې څنګه کړی وو، هغو ته دې سزا ورکړي.

د پاکستان د اوسني مسلم ليګ ن حکومت هم د عمران خان په پخواني حکومت تور لګوي چې وسله وال یې بيرته ملک ته راوستي، اباد کړي یې دي، ځکه په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.

خو تحریک انصاف ګوند تل ويلي، د ټي ټي پي سره یې مذاکرات کړي خو بيرته یې نه دي راوستي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG