لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د سمندري ځواک د پينځو افسرانو د مرګ په سزا منع کړی حکم ختم کړی


د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ د سمندري ځواک پينځو اهلکارو ته د مرګ اورول شوې سزا باندې عمل کول ودرولي خو پرون یې دغه حکم ختم کړی دی.

د هایکورټ جج بابر ستار له دې وړاندې د سزا په اړه ويلي وو، که د سزا ورکولو علتونه ونه ويل شو، هغه به دغه فيصله غېر قانونه وګرځوي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، پرون په 16م دسمبر د پينځو اهلکارو لخوا د کورټ مارشل يا پوځي کارروايۍ د اسنادو نه ورکولو په اړه خواست اورېدنه کې، عدالت ته د کورټ مارشل د کارروايۍ اسناد وړاندې کړل شوي دي.

ملزمانو او وکیل ته یې اسنادو ته د رسايۍ نه کېدو وروسته، د اسلام اباد هايکورټ جج بابر ستار د خواست کوونکو د وکيلانو د بيان وروسته خواست ختم کړی دی.

قانون پوهان وايي، ملزمان د کورټ مارشل کارروايي په سپريم کورټ کې چېلنج کولی شي.

د رپورټونو ترمخه، د سمندري ځواک پخوانيو افسرانو ارسلان نذير، حماد احمد خان، طاهر رشيد، محمد حماد او عرفان الله عدالت ته خواست کړی وو چې دوی ته د کورټ مارشل د لارې سزا اورول شوې خو د وکيل (قانون) پوهه رسايي يا اسانتيا ورته نه وه ورکړل شوې.

دوی ویلي وو، نه ورته شواهد ورکړل شوي او نه ورته د عدالتي کارروايۍ اسناد ورکړل شوي، دوی د اسنادو بغېر د مرګ د سزا ضد خواست کړی وو خو هغه رد شوی وو.

د پاکستان د سمندري ځواک پينځو افسرانو ته په کراچۍ کې د سمندري ځواک په اډه (ډاکيارډ) بريد او ترهګرې ډلې داعش سره په تړاو د کال 2016م په 24مه مې د مرګ سزا اورول شوې وه.

په کراچۍ کې د سمندري پوځ په ډاکيارډ د کال 2014م د ستمبر د مياشتې په شپږمه نېټه بريد شوی وو، پاکستان د ستمبر شپږمه د دفاع د ورځې په توګه نمانځي.

هغه وخت چارواکو ويلي وو په دغه بريد کې دوه حمله کوونکي وژل شوي او څلور نيول شوي وو . په بريد کې د سمندري ځواک د يو سرتيري د وژل کېدو او اووه نورو ژوبلېدو هم ويل شوي وو.

طالبانو په کراچۍ کې د سمندري پوځ په اډه د حملې ذمه واري قبوله کړې خو وروستو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په بريد کې د درې افسرانو کورټ مارشل شوی وو.

په ډاکيارډ د بريد نه پس د هغه وخت او اوسني دفاع مرکزي وزير خواجه اصف ويلي وو د حمله کوونکو سره د دننې نه لاس وو.

د رپورټونو ترمخه حمله کوونکو د سمندري ځواک جنګي جهاز پي اېن اېس ذوالفقار (هايي جېک) کولو يا تښتولو او د امريکې سمندري جهاز يې پرې په هدف کولو خو حمله ناکامه کړی شوې وه.

په کراچۍ کې په کال 2011م کې هم د سمندري ځواک په هوايي مرکز مهران بېس ترهګر بريد شوی، لږ ترلږه شپږ عسکر پکې وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي او په هوايي اډه کې ولاړې درې الوتکې تباه شوې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG