لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله: وسله وال بريد کې د يو تاڼدار په ګډون دوه پوليس وژل شوي، درې ژوبل


د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې په يو وسله وال بريد کې د يو تاڼدار په ګډون دوه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د شانګلې پوليسو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، تېره شپه نامعلومه وسله والو د چکېسر تاڼې په ګنانګر چوکۍ برید کړی، په بريد کې يو تاڼداراو يو حوالدار وژل شوي او درې سپاهيان ژوبل شوي دي.

يو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل، د شپې خواوشا 11 بجې وسله وال راغلي او په چيک پوسته یې بريد کړی دی.

هغه وویل، د پوليسو په ځوابي کارروايۍ کې يو بريد کوونکی ژوبل شوی خو دوی د موقعې څخه په تېښه کې بريالي شوي دي.

د چارواکي په خبره، په علاقه کې د لټون عمليات پيل روان دي.

په سمدستي توګه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې. خو دغلته له دې وړاندې د دې ډول بريدونو زمه وارۍ اکثره د تحريک طالبان پاکستان وسله والو منلي دي.

د خېبرپښتونخوا پوليس مشر اخترحيات خان ویلي، د پوليس ځوانانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي، په پېښه کې ککړ کسان به ونيول شي او د قانون منګولو ته به راوستل شي.

د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي شانګله کې په پوليسو د بريد غندنه کړې او ويلي يې دي دغه بريد د فتنه الخوارج ترهګرو کړی دی. د پاکستان حکومت او پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

په 14م دسمبر هم د شانګلې ضلعې د چوګا تاڼې په مسلم کنډاو نومې علاقه کې په يوه پوليس پوسته وسله وال برید شوی، دوه پوليس پکې ژوبل شوي وو.

هغه وخت ويل شوي وو، چې وسله والو د ځان سره يو ځايي تن هم تښتولی او وژلی یې وو.

خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې په جنوبي او قبايلي ضلعو کې په پوليس او پوځ وسله وال بريدونه سېوا شوي دي. پوځ هم وخت په وخت د وسله والو وژلو دعوې کوي.

د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي وو.

د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې وې.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې پکې شوي، 71 کسان پکې وژل شوي او 85 ژوبل شوي وو.

دغه رنګ په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 حملې شوې او 36 کسان وژل شوي وو.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د ملک نه د ترهګرۍ ناسور ختمولی شي او د وروستي ترهګر د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG