لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېراتي ادارې ايدهي خپل هوايي اېمبولنس کورمې ته د مرستو دپاره رسولی


ايدهي اېر اېمبولنس
ايدهي اېر اېمبولنس

پاکستان کې د خېر ښېګړې خيراتي ادارې [ايدهي فاونډېشن] خپل هوايي اېمبولنس، الوتکه کورمې ته د مرستو دپاره رسولې ده. د ادارې مشر ويلي، کورمې ته به دوايانې رسوي او سخت ناروغان به هم منتقلوي.

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلعه کې د اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوي، ټل، پاړاچنار لاره تړلې پرته ده او د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، په سيمه کې د امن په ځای کولو هڅې کوي، خو په ضلعه کې د پوليو ضد کمپاين هم د لارو د بنديز او امنیت له امله نه دی پيل کړل شوی.

د ايدهي فاونډېشن مشر فېصل ايدهي پرون په 17م دسمبر د هوايي اېمبولنس سره په خپله کورمې ته رسېدلی دی.

هلته یې ويلي، د صحت د ځايي چارواکو او صحت د محکمې سره په تماس کې دي هغوی ورته لارښوونه کوي، دوی اوس دوه ناروغان منتقلوي چاته چې د عملياتو يا اپرېشن سمدستي ضرورت دی.

نوموړي ویلي، ځينې دوايانې یې د ځان سره وړلي دي او نورې به هم يوسي.

پرون د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم د کورمې په حالاتو بحث شوي، کورمه کې د دوايانو د نشتوالي له امله د ماشومانو د مړينې ويل شوي چې د دغه خبر پلټنې دې وشي او هلته په روانو حالاتو دې په پارلیمان کې بحث وشي.

هم پرون د کورمې ضلعې د روغتيا يا صحت محکمې مشر ډاکټر قېصربنګش وي او اې ډیوه ته ويلي، په کورمه کې امنيتي وضعه خرابه ده او په داسې حال کې پوليو مهم پېلول ممکن نه دي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټرقېصر بنګش وويل، د اکتوبر وړومبی نېټې نه تر اوسه پورې 29 ماشومانو ترڅنګ نور ناروغان هم د صحت مرکزونو کې مړه شوي او لوی علت يې د دوايانو نيشتوالی او اکسيجن نه ترلاسه کېدل دي.

فېصل ايدهي ويلي، دوی کورمې ته د هوايي اېمبولنس ويړيا مرستې ورکوي او د پېښور دپاره به په ځانګړي هوايي اېمبولنس هم واخلي.

د ايدهي هوايي اېمبولنس کورمې ته په رسېدو خلکو د دغه ګام هرکلی کړی او ويلي يې دي، ايدهي هغه کار وکړو، کوم چې حکومت نه شو کولی.

پرون د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په لارښوونه د صحت محکمې د هيلي کاپټر د لارې په درېم ځل دوايانې کورمې ته ولېږلې.

هم پرون داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په کورمه کې د امن د هڅو دپاره روانې جرګې او ليدنې کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي، خو وروسته بيا د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند بېرسټر سېف ويلي، د کورمې د غټې جرګې د پلاوو سره یې ليدلي، د هلته نه د غټو وسلو لرې کولو هڅې روانې دې.

هغه ويلي، د غټو وسلو د ورکولو او بنکرو ختمولو پورې مرکزي لاره نه شي پرانستل کېدی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG