لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو بله پېښه رپورټ شوې، سږ کال یې شمېره 64 ته ورسېده


پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، پرون د سيند صوبې د جېکب اباد څخه د پوليو پېښه رپورټ شوې ده. دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن روان دی.

ويل شوي، د تازه پېښې سره سږ کال تراوسه پورې پاکستان کې د پوليو د پېښو شمېره 64 ته ورسېده.

د تازه پېښې سره د سيند صوبې په جېکب اباد سيمه کې د پوليو پېښې څلور شوې.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې رپورټ شوو 64 پېښو کې 26 بلوچستان صوبه کې، 18,18 خېبرپښتونخوا او سيند کې او يوه يوه پنجاب او اسلام اباد کې معلومې شوي دي.

دا وخت د بلوچستان صوبې او خېبرپښتونخوا د کورمې نه علاوه پاکستان کې د 16م دسمبر څخه تر 22م دسمبر پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن روان دی.

د دې کمپېن د پرانستې دستورې ته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي وو، د پوليو مقابله په جنګي بنيادونو کولی شي، خو څو پورې چې پوليو په بشپړ ډول نه وي ختمه شوي، يو ماشوم هم محفوظ نه دی.

نوموړي په میاندو پلارانو غږ کړی چې خپله زمه واري پوره کړي او ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی. حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG