د امریکې په کېلیفورنیا رياست کې مېشتو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ په استازیتوب د پښتونخوا په خېبر کې د ۱۲م اکتوبر د قومي جرګې په ملاتړ غونډه وکړه، د خېبر د جرګې د ملاتړ سره یې د کمېټيانوجوړولو او بهر هیوادونو کې د فعاليتونو سېوا کولو وويل.
په کېليفورنيا کې د غونډې او جرګې راجوړونکو وويل، په خېبر کې په ۱۲م اکتوبر شوې قومي جرګې د غوښتنو سل په سله تاييد او ملاتړ کوي.
د پي ټي ايم مشر منظور احمد پښتین د اډیو لینک له لارې جرګي ته وينا وکړه او په دې خبره یې ټينګار وکړو چي بهر مېشته پښتانه دې د پشتون ژغورني غورځنګ او د پښتنو د امن لپاره پورته شوی غږ په ټوله نړۍ کې بدرګه کړي.
په غونډه کې د پاکستان د واکمنو غوښتنه وشوه، چې د ډېورنډ په پوله دې د عامو خلکو د تګ راتګ او د سوداګرو د تجارت لپاره دې بغېر د پاسپورټ او ويزي د بنديزونو پرانيزي.
دوی په افغانستان کې په طالب واکمنو هم غږ وکړو چي جينکۍ دې د تعليم او ښځې د روزګار ته پرېښودی شي.
د پي ټي اېم د امریکې کوارډينېټر حزب الله وي او اې ډيوه ته وويل، ډېورنډ پولې پښتانه وېشلي، کورونه یې تقسيم کړي، کور په افغانستان کې او مسجد یې په پښتونخوا کې دی، مونږ د پاکستان په حکومت غږ کوو، چې دې پولې د پښتنو سياسي، اجتماعي، کلتوري او تجارتي ژوند ضربه کړی دی.
هغه زياته کړه، دا د نړيوال قانونه سرغړونه ده، مونږ غوښتنه کوو چې په ډېورنډ دې ازاده تګ راتګ خلاص کړل شي.
د کېليفورنيا جرګې په لومړۍ برخه کې ګډونوالو ته يوه ډاکومنټري وړاندې کړل شوه، کومه کې د کال ۲۰۰۴م راهسې په پښتنه سيمه کې د ناامنۍ او ترهګرۍ د پېښو حال راټول کړل شوی وو.
دويمه برخه کي د ژوند د بيلا بيلو طبقو سره تعلق لرونکو پوهانو پښتون وطن ته ورپيښو ستونځو په اړه خبري وکړې.
د جرګې په پای کې څلور کمېټۍ اعلان کړل شوې چې دغه کمېټۍ به د لویې جرګي سره په افغانستان کي د بې وزله خلکو سره د مرستو، مطبوعاتو سره رابطو، عامه پوهاوي او سياسي لارو چارو په برخو کې تجويزونه او مشوري ورکوي.
په جرګه کې د سړو پشمول ښځو او ماشومانو، او د یورپ او د امريکا د مختلفو رياستونو څخه راغلو د پي ټي ایم مخکښو غړو هم پکې ګډون کړی دی.
Forum