پاکستان کې روان کال [2024م] کې د پوليو 65مه پېښه رپورټ شوه، تازه پېښه هم بلوچستان صوبه کې معلومه شوه. پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو تر ټولو زياتې پېښې هم په بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي.
بلوچستان کې تازه پېښه په داسې وخت کې رپورټ شوه، چې پاکستان کې د بلوچستان صوبې او پښتونخوا د کورمې ضلعې نه علاوه د 16م دسمبر څخه تر 22م دسمبر پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن ترسره شوی دی.
بلوچستان کې د کارمندانو د بايکاټ د وجې، او کورمه کې د ناامنۍ له امله د پوليو ضد څاڅکو کمپېن نه دی شوی.
بلوچستان صوبه کې د پولیو ضد پروګرام يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل، د صوبې په کچه د راتلونکې کمپېن دپاره تياريانې نيول شوي او د 30م دسمبر نه به کمپاين پيل کولی شي.
پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، د پوليو تازه پېښې تاييد هم نن په 24م دسمبر ليبارټرۍ کې شوی دی، د پوليو وهلي ماشوم تعلق د بلوچستان صوبې پښتون مېشته ضلعې قلعه عبدالله سره دی.
قلعه عبدالله کې دا اوومه پېښه ده، چې سږ کال رپورټ شوه.
پاکستان کې سږ کال په رپورټ شوو 65 پېښو کې 27 په بلوچستان، 18،18 په خېبرپښتونخوا او سيند او يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې رپورټ شوي دي.
په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum