د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي د کابل په سفر کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزير سره ليدلي، دواړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث" کړی دی.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند په اېکس پوسټ کې د دغه ليدنې عکسونه خپاره کړي او ویلي يې دي، د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني سره لیدلي، د خليل الرحمان حقاني په وژنه یې ورته د پاکستان د وزیراعظم او بهرنيو چارو د وزير د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.
په 11م دسمبر د کډوالو او د ستنېدونکو افغانانو د چارو دپاره د طالبانو وزیر خلیل الرحمان حقاني د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کابل کې په ځانمرګي حمله کې ووژل شو.
خلیل الرحمان حقاني د حقاني ډلې د باني جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره وو.
د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د خليل الرحمان حقاني د وژنې زمه واري منلې وه.
طالبانو ويلي، د پاکستان ځانګړي استازي د سراج الدين حقاني سره ليدنه کې وويل، "مونږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي".
دغه ډول سراج الدين حقاني ویلي، "اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي، او د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي".
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي په داسې وخت کې د کابل سفر کړی، چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي وو، "مرکزي حکومت د [افغانستان] سره د خبرو کولو ويلي دي، چې د دوی سره خبرې وکړو ځکه د خبرو نه بغېر مسله نه شي حل کېدی".
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د ګنډاپور د مذاکراتو په اړه تراوسه کوم رسمي بيان نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي او تور لګوي، چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.
خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په 12م دسمبر اوونیزه خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو په پټنځايونو تحفظات لري، څوک چې په پاکستان کې ترهګري کوي، او دغه خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځ ايجنډې په سر کې ده.
هغې ويلي وو، "مونږ تل د خبرو د لارې د دغه مسلې په هوارولو ټينګار کړی دی".
په پينځم دسمبر د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې د ملکي امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی او د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه بيا اندېښنه تکرار کړل شوې وه.
Forum