لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: پوليسو د پښتون قومي جرګې منتظم ملک نصير کوکي خېل سره د دوو ملګرو نيولی


ملک نصير احمد کوکی خېل
ملک نصير احمد کوکی خېل

د پښتون قومي جرګې وياند وايي، ملک نصير احمد کوکي خېل سره د دوو نورو مشرانو د خېبر ضلعې د پوليسو دفتر ته ورغلی او چې دوی د هلته نه بهر وتل، پوليسو نيولي دي.

ملک برکت اپريدي وي او اې ډيوه ته وويل، ملک نصير نن په 24م دسمبر د خېبر ضلعې پوليسو مشر بللی وو، او ماسپښين نزدې چې دوی د ډي پي او د دفتره وتلي، بهر پوليسو نيولي دي.

هغه وویل، ملک نصير احمد د کوکي خېل قوم مشر او د اکتوبر په میاشت کې د خېبر ضلعې په کوربه توب د پښتون قومي جرګې منتظم وو.

د ډي پي او دفتر يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته د ملک نصير نيول تاييد کړه، او زياته یې کړه په دغه اړه نور معلومات نه لري.

خپله د خېبر ډي پي او رای مظهر اقبال په دغه اړه ځواب نه دی ویلی.

برکت اپريدي وويل، ډي پي او نن ملک نصير د ليوي سنټر جمرود تحصيل شاکس کې خپل دفتر ته بللی وو، تراوسه کره نه ده معلومه چې څه دپاره بلل شوی وو، خو کله چې دوی د ډي پي او د دفتر وتل نيول شوي دي.

هغه وويل د ملک نصير احمد کوکي خېل سره ملک افضل ظاهر، سید اغا جان هم نيول شوي دي.

د نوموړي په خبره د دغو ګرفتاريانو ضد په باب خېبر باندې احتجاج پيل شوی او دوی د خېبر ضلعې د ټولو قومونو د احتجاج دپاره تګلاره جوړوي.

هغه زیاته کړه، "په ملک نصير اېف آی ارونه يا مقدمې درج شوې وې، خو هغه سيل وې، او مونږ چې بيا د [خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور] سره مذاکرات کړي وو، د هغې په نتيجه کې ويل شوي وو چې دا مقدمې به بيرته اخستلی شي، بيا هم وزیراعلا سره په ليدنه کې ويل شوي وو چې دا کېسونه بيرته واخستل شي، خو مقدمې نه وې اخستل شوې".

نوموړي وویل، "دا مقدمې د پرامنه جرګې او احتجاج خلاف درج شوې وې". د جرګې د تیاريانو په وخت پوليسو د جرګې د منتظيمينو پرضد کارروايي کړې، د پي ټي اېم د جرګې په ځای د پوليسو او جرګې د ګډون والو ترمنځ نښتې شوي، د پي ټي اېم په وينا درې غړي یې وژل شوي او د لسو پورې نور ژوبل شوي وو.

وروسته علي امین ګنډاپور په خپله هم د جرګې ځای ته ورغلی او د جرګې کولو اجازه ورکړل شوې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم لخوا په 11م، 12م او 13م اکتوبر خېبر کې د پښتون قامي جرګې په نوم درې ورځنۍ جرګه شوې وه. په شپږم اکتوبر د پاکستان حکومت پي ټي اېم لاقانونه تنظيم ګرځولی وو.

د يادې جرګې پرېکړې چې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين اعلانولې، په دغه وخت د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور هم د نورو پښتنو مشرانو سره په سټېج ولاړ وو.

وروسته بيا د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د جرګې غوښتنې اييني ګرځول شوې وې.

او په 24م اکتوبر د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د صوبايي کابينې 16مه غونډه کې د مرکزي حکومت نه غوښتنه شوې وه، چې د "پښتون امن جرګې قرارداد دې عملي کړل شي"، خو د مرکزي حکومت ورته کوم ځواب نه وو ويل شوی.

د جرګې نه درې ورځې وروسته منظور پښتين ويلي وو، "د دې جرګې عملي کولوبه دپاره ټول قام تيار وي، ټول ملک به یې د عمل دپاره يو ځای ولاړ وي".

نوموړي ويلي وو، "د جرګې 80 کسيزه کميټي جوړه کړل شوې، د قام سره به د پرېکړو تفصيل شريکوي او عملي کوي به یې".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG