لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: په پاکستاني کمپنيانو د امریکې بندیزونه لګول بې ځايه دي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په پاکستاني کمپنيانو د امریکې بنديزونه لګول بې ځايه دي. امریکې تېره اوونۍ پاکستان د لرې فاصلې يا واټن پورې ویشتونکي بېلسټیک میزایل د پروګرام اړوند ادارو باندې نوي بندیزونه لګولي، چې پکې د دې پروګرام څارونکې دفاعي اداره هم شامله ده.

پاکستان دې پرېکړه ته هغه وخت سمدستي جواب ویلی، په خپله دفاعي اداره این ډي سي او درېو نورو "تجارتي ادارو" باندې د امریکې بندیزونه یې د افسوس وړ او متعصبانه" بللي وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د دسمبر په 18مه په یوه بیان کې ويلي وو، دا بندیزونه د پاکستان د نېشنل ډویلپمنټ کمپلیکس په نوم دفاعي ادارې او درو نورو کمپنیو باندې د هغه ایګزیکټیو حکم له مخې لګول شوي چې "په لویه کچه د ویجاړوونکو وسلو خپروونکي او د دوی د لېږلو وسیلې په نخښه کوي".

نن په 24م دسمبر د کابينې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل، پاکستان داسې کومه اراده نه لري چې ایټمي پروګرام یې جارحانه دی، دا سل په سله دفاعي نظام دی.

هغه وويل، که د پاکستان پرضد کوم اشغال کیږي يوازې خپله دفاع به کوي.

په 19م دسمبر د امریکې د ملي امنيت مرستيال سلاکار جان فاينر ویلي وو، ايټمي وسلې لرونکی پاکستان، د لرې پورې ګوزار کولو يا ويشتو د داسې ميزايل جوړولو وړتيا ترلاسه کوي چې د سويلي اسيا څخه بهر په امریکا کې دننه به هم اهداف په نخښه کولی شي.

فاينر په واشنګټن کې د [کارنيګي انډاومنټ فار پيس انسټيټيوټ] کې يوې دستورې ته په وينا کې ويلي، "په ښکاره وايم چې زمونږ دپاره د پاکستان د هلوځلو مشاهده د دې نه سېوا مشکله ده چې هغه د امریکا دپاره راپورته کېدونکې خطره ده".

هغه ويلي وو، "پاکستان انتهايي نوې ميزايل ټکنالوجي ترلاسه کړې د کوم لاندې چې هغه د لرې پورې ويشتونکي ميزايل نظام څخه الات جوړولی شي او دې سره به هغه د راکټ موټرو د تجربې وړ شي".

شهباز شریف ويلي، د پاکستان ايټمي پروګرام د پاکستان د 24 کروړه ولس دی، په دې به هیڅ جوړ جاړی ونه کړل شي، ټول قوم په دې پروګرام يو موټی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG