لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ جنوبي وزيرستان کې د 13 وسله والو وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې، تېره شپه یې د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې یې عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان 13 وسله وال یې وژلي دي. د پاکستان حکومت او پوځ تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.

څلور ورځې وړاندې هم په جنوبي وزيرستان کې په وسله وال بريد کې 16 امنيتي عسکر وژل شوي وو.

پوځ ويلي، د 24م او 25م دسمبر په مينځنۍ شپه کې د جنوبي وزيرستان په سراروغه سيمه کې د وسله والو د موجودګۍ خبر وو، د دوی پرضد عمليات شوي او 13 وسله وال پکې وژل شوي دي.

پوځ دعوه کړې، وژل شوي وسله وال د امنیتي ځواکونو او بې ګناه ملکي وګړو په وژنو کې ککړ وو.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

پوځ د تازه عملياتو دعوه په داسې وخت کې کړې، چې د 20م او 21م دسمبر په مينځنۍ شپه کې د جنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې وسله والو د د امنیتي ځواکونو په چيک پوسته وسله وال بريد کړی، 16 عسکر يې وژلي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پوځ ويلي، د پوځ مشر جنرل عاصم منير بیا په 22م دسمبر جنوبي وزيرستان ته تللی، د پوځي افسرانو او عسکرو سره ليدلي، او ويلي يې وو د ملک خلاف هلې ځلې کوونکي عناصر به قيمت پرې کوي.

ويل شوي وو، نوموړي ته په سیمه کې د امنیت په اړه احوال وړاندې کړل شوی او هغه د ولس په مرسته د هر ډول ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو عزم څرګند کړی دی.

جنوبي وزیرستان

د افغانستان، شمالي وزيرستان، ټانک او ډېره اسماعيل خان سره په پوله جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د راه نجات په نوم پوځي عملیات کړي وو چې موخه یې سیمه له ترهګرو پاکول وو، په دغو عملیاتو کې سلګونه زره خلک بې ځای شوي وو.

وروسته حکومت اعلان کړی چې سیمه له هر ډول ناامنۍ پاکه شوې ده او بې ځایه شوي خلک خپلو کلیو ته ستانه کړل شول.

‎د روان کال جون په مياشت کې د پاکستان د حکومت د "عزم استحکام "په نوم د نوو د عملیاتو منظوري ورکړې او د دې عملیاتو لپاره حکومت بیا 20 اربه روپۍ هم جاري کړي دي خو په ځايي کچه د دې عملیاتو سخت مخالفت روان دی.

‎څيړونکي وايي چې په تېرو 20 کلونو کې په سیمه کې پرله‌ پسې عملیات ترسره شوي، خو د ترهګرۍ ختمېدو پرځای په دې کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG