لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نهمې مې پېښې: پوځي عدالتونو د عمران خان د خوريي په ګډون نورو 60 کسانو ته سزاګانې واورولي


د پاکستان پوځي عدالتونو د نهمې مې [2023م] پېښو کې د ککړتيا په تور د عمران خان د خوريې په ګډون نورو 60 کسانو ته د دوو کالو نه تر د لسو کالو پورې د بند سزاګانې واورولې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د اېکس اکاونټ څخه پوسټ کې ويل شوي، پوځي عدالتونو کې د نهمې مې په اړه د خپلې خوښې اورېدنه شوې ده.

هغه ویلي، پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو د لارې د ملکي وګړو بنیادي حقونه تروړل شوي او په نړیواله کچه د پاکستان بدنامي شوې ده.

د پاکستان پوځ نن په 26م دسمبر د نهمې مې په پېښو کې د ککړتيا په تور د اورول شوو سزاګانو تفصيل خپور کړی دی.

په سزاوار شوو کسانو کې د عمران خان خوريي حسان نيازي هم شامل دی او هغه ته د لسو کالو بامشقته بند سزا اورول شوې ده.

ويل شوي، حسان نیازي په لاهور کې د کور کمانډر په کور حمله کې ککړ وو.

د نهمې مې پېښو کې د ککړتيا په تور د پوځي عدالتونو لخوا تراوسه پورې 85 کسانو ته سزاګانې واورول شوې، له دې وړاندې 25 کسانو ته سزاګانې اورول شوې وې.

امریکې، برتانیې او يورپي يونين د پوځي عدالتونو لخوا ملکي وګړو ته په سزاګانو اورول کېدو اندېښنه څرګنده کړل شوې ده.

د پوځي عدالتونو لخوا چې کومو کسانو ته سزاګانې اورول شوي، په دغو کسانو کې د پاکستان د ځمکني او هوايي ځواک يو يو افسر او يو پخوانی افسر هم شامل دي.

پوځي بيان کې ويل شوي، بريګيډير (ر) جاوېد اکرم ته د کور کمانډر په کور حمله کې د ککړتيا په تور د شپږ کالو او ګروپ کېپټن (ر) وقاص احمد محسن ته د چکدرې په قلعه حملې په تور کې د څلورو کالو بند سزاګانې اورول شوي دي.

پوځ ویلي، 60 کسانو ته د سپريم کورټ د پرېکړې په رڼا کې، د ثبوتونو او قانوني تقاضو پوره کولو سره سزاګانې اورول شوي، او دوی د سزاګانو ضد د اپيل حق لري.

د کال 2023م په نهمه مې د القادر ټرسټ په نوم د غبن قضیه کې پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اسلام اباد هایکورټ څخه نیول شوی او د هغه د ګرفتارۍ په ضد بیا د پي ټي آي فعالانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وو.

د دغه احتجاج په مهال په ګڼو پوځي او حکومتي ودانیو بریدونه شوي او اورونه ورته لګول شوي وو.

حکومت او امنیتي ادارو د دغو پېښو پړه د تحریک انصاف ګوند په مشرانو او فعالانو اچولې، خو عمران خان او د هغه د ګوند مشران دا تورونه په کلکه ردوي او ويلي يې وو، د هغوي د ګوند ختمولو لپاره د نهمې مې پېښې د یو سازش په توګه پلان کړل شوې وې.

د نهمې مې د پېښو مقدمې پخپله په عمران خان او د هغه د ګوند په نورو مشرانو هم درج دي او له دغو پښو وروسته عمران خان دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو یې د ګوند تر لسو زرو فعالان نیولي خو د امنیتي ادارو رپورټونه وایي چې د نهمې مې د پېښو په تړاو د 1900 پورې کسان نیول شوي وو .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG