لاس رسیدونکی لینک

 
ټک ټاک وايي په امریکا کې یې خپل خدمات بیرته پېل کړي
تازه خبر

ټک ټاک وايي په امریکا کې یې خپل خدمات بیرته پېل کړي


د ټولنیزو رسنیو مشهوره اېپلیکېشن ټک ټاک د اتوار په ورځ په یو بیان کې ویلي چې به امریکا کې خپل خدمات بیرته پېلوي. ټک ټاک دغه اعلان د امریکا صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د هغې بیان وروسته ورکړی چې نوموړي ویلي وو، د ګل په ورځ د سوګند پورته کولو وروسته دغه اېپ ته په امریکا کې د کار اجازه ورکړي.

د ټک ټاک لخوا دغه بیان وروسته د هغې راغلی کله چې په امریکا کې د ټک ټاک کارونکو د دغه اېپ د کار نه کولو رپورټونه ورکړي وو او دغه اېپ په امریکا کې کار نه کوو. د ټک ټاک لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي ٬٬ زمونږ د خدماتو وړاندې کونکو سره د یوې معاهدې لاندې، مونږ خپل خدمات بیرته پېلوو.٬٬ په دغه بیان کې د امریکا صدر منتخب ډانلډ ټرمپ مننه هم شوې او ویل شوي ٫٫ زمونږ سهولت ورکونکو ته یې مهم او ښکاره ضمانتونه ورکړي ۱۷۰ مېلینه امریکایانو او د ۷ میلینه نه زیاتو وړو کاروبارونو ته د سهولت ورکولو په سر به په مونږ کومه جرمانه نه لګوي.٬٬

په امریکا کې د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته ټک ټاک د امریکا ۱۷۰ مېلینه کارونکو لپاره وروسته د هغې تړل شوی وو کله چې د یو قانون لاندې په ګرده امریکا کې دغه اېپ وتړل شو. امریکايي چارواکو د ټک ټاک جوړونکې چینايي کمپنۍ باېټ ډانس ته خبرداری ورکړی چې دوي د امریکایانو معلومات په خطر کې اچولی شي.

په ټک ټاک د دغه بندیز وروسته د امریکا صدر منتخب ډانلډ ټرمپ څوک چې به سبا( ګل/ دوشنبې) په ورځ د صدارت سوګند پورته کوي په یو بیان کې ویلي ٬٬ د بندیز د قانون عملي کیدو مخکې به یې موده وغځوي، چې مونږ د خپل قامي امنیت خوندي کولو په اړه کومه معاهده وکړو.٬٬

ډانلډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل لیکل، ٬٬ زه غواړم چې امریکا د دغه کمپنۍ د نیمایي برخې ملکیت ترلاسه کړي.٬٬ ډانلډ ټرمپ وړاندې ویلي وو چې هغه به د بندیز وړاندې ټک ټاک ته د ۹۰ ورځو (دریو میاشتو) وخت ورکوي. ټک ټاک بیا د ډانلډ ټرمپ دغه بیان خپلو کارونکو ته هم لیږلی.

د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ به د جنورۍ په 20مه د خپل صدارت سوګند کوي، هغه د شنبې- خالي په ورځ ویلي، "ډېر امکان لري" چې د دوشنبې- ګل په ورځ د واک له ترلاسه کولو وروسته ټیک ټاک ته له ممکنه بندیزه د درو میاشتو مهلت ورکړي.

ټیک ټاک وایي‌ "موږ خوشحاله یو صدر ټرمپ اشاره کړې چې هغه به له واک تر لاسه کولو وروسته له موږ سره د ټیک ټاک د بیا پیلولو پر حل لاره باندې کار وکړي".

د امریکې د سپریم کورټ قاضیانو د جمعې په ورځ په یوه متفقه پرېکړه کې په ټیک ټاک باندې بندیز تایید کړ.

د یوې چینایي کمپنۍ تر سیوري لاندې چلېدونکی د ټیک ټاک سوشل مېډیا اپلیکېشن نن د یکشنبې- اتوار په ورځ په امریکا کې د بندېدو له خطر سره مخ دی او د دې اېپ 170 میلینه امریکایي کاروونکي یې اندېښمن کړي دي.

ټرمپ این بي سي نیوز ته په یوه مرکه کې وویل، "امکان لري چې د 90 ورځو لپاره یې موده وغزول ځکه چې دا مناسب [کار] دی، که زه د دې کار پرېکړه وکړم، زه به یې شاید د دوشنبې- ګل په ورځ اعلان کړم."

ټیک ټاک دا وخت د امریکې د ابادۍ نیمی خلک استعمالوي او کوچنيو کاروبارونو ته وده ورکوي یو آنلاین کلتور یې جوړ کړی دی او که په امریکا کې بند شي دغه واړه کاروبارونه به هم ورسره اغېزمن شي.

د ټیک ټاک ادارې د جمعې په ورځ وویل، که د صدر جو بایډن اداره د ایپل او ګوګل په څېر کمپنیو ته ډاډ ورنه کړي چې د بندیز په عملي کېدو سره به دوی له نافذوونکو اقداماتو سره نه مخ کېږي، نو د یکشنبې- اتوار په ورځ به په امریکا کې کار نه کوي.

د امریکا په سپریم کورټ کې ټیک ټاک د هغه قانون خلاف اپیل هم بایللی چې غوښتل یې د اتوار- یکشنبې له ورځې نه دې مخکې دا وښیي چې له خپلې ملکیت لرونکې کمپنۍ بایټ ډانس نه د جلا کېدو په اړه یي ګامونه اخیستي دي.

د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د تېر کال د دسمبر په پای کې هم د ملک له سپریم کورټ څخه غوښتي وو، پر ټیک ټیک باندې د فیډرل حکومت ممکنه بندیز دې تر هغه وخته وځنډوي چې د ده حکومت دې مسئلې ته "سیاسي حل" پیدا کړي.

کانګرس د 2024م په اپرېل میاشت کې د رایو له لارې له چینایي کمپنۍ وغوښتل چې که د را روان کال د جنوري تر 19مې ټیک ټاک ونه پلوري بندیز به پرې ولګول شي.

ټیک ټاک او د دې اېپ ملکیت لرونکې کمپنۍ بایټ ډانس له هغه راهیسې په امریکا کې د خپل مشهور اپلیکېشن د آنلاین ساتلو لپاره مبارزه کوي.

ټیک ټاک او بایټ ډانس کمپنۍ غوښتي چې دا قانون ختم کړل شي او سپریم کورټ د دې مقدمې په اورېدو رضا شوی، خو که عدالت د بایټ ډانس په ګټه پرېکړه ونه کړي او کمپنۍ له ټیک ټاکه جلا نه شي د ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې به په امریکا کې پر دې چینایي اېپ بندیز ولګیږي.

د امریکې د انصاف وزارت دعوه کوي چې پر ټیک ټیک باندې د چینایي کمپنۍ کنټرول د امریکې ملي امنیت ته په دوامداره توګه خطر پېښوي او د امریکې د کانګرس اکثر غړي د وزارت د دې دریځ ملاتړ کوي.

خو ټیک ټیک وايي د انصاف وزارت له چین سره د دوی د اېپ اړیکې غلطې بیان کړې دي او وایي د ټیک ټاک د موادو د سپارښتنې انجن او د کاروونکو ډېټا په چین کې نه بلکې په امریکا کې ده.

سپینې ماڼۍ د ټیک ټاک د جمعې د ورځې څرګندونې رد کړې او د شنبې- خالي په ورځ یې بیا تکرار کړه چې دا د ټرمپ په راتلونکي ادارې پورې اړه لري چې په امریکا کې د ټیک ټاک د مستقبل په اړه اقدام وکړي.

په واشنګټن کې د چین سفارت د جمعې په ورځ په امریکا تور ولګاوه چې د ټیک ټاک د ځپلو لپاره غیرمنصفانه ریاستي زور کاروي. د سفارت یوه ویاند وویل، "چین به د خپلو قانوني حقونو او ګټو د ساتنې لپاره ټول ضروري اقدامات وکړي."

ټرمپ د خپلې لومړۍ واکمنۍ په پای کې د ټیک ټاک خلاف د امریکې د اقداماتو په پیل کولو کې مرسته کړې وه او خبریالانو ته یې ویلي وو چې هغه به دا اپلیکیشن بند کړي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG