لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د هند په ملاتړ د صدر ټرمپ د جنوبي ایشیا تگ لاره کامیابیږي


په واشنگټن کې د کابل، نوي ډلي او امريکا سفيرانو خوشبیني ښودلې ده چې په افغانستان کې د هندوستان په ملاتړ د صدر ډانلډ ټرمپ د جنوبي ایشیا لپاره ځانگړې تگ لاره کامیابۍ پلو ته روانه ده او د جمهوريت د ودې او د اوږد مهالې سولې امکانات راڼه شوي دي.

د واشنگټن ډي سي په څیړنيز مرکز هډسن انسټي ټیوټ کې د هندوستان او افغانستان د تاريخي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په موضوع یوې دستورې ته د افغانستان سفیرې رویا رحماني، د هندوستان سفير هارش وردهن شرینگلا،د امریکا د باندینو چارو په دفتر کې د افغانستان لپاره مرستیالې سیکترې نینسي جیکسن، او په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفير حسین حقاني ویناگانې وکړې.

دستورې ته میرمن نینسي جیکسن اوویل چې امریکا، هندوستان او افغانستان د ترهگرۍ په ضد یو موټی دي ځکه چې درې واړه هیوادونه د ترهگرۍ د پېښو ښکار شوي دي:

"مونږ کلک ولاړ یو چې خپلو هیوادونو ته د تر هگرۍ د ورپېښو خطرو مخه اونیسو"

هغې اوویل د صدر ټرمپ د سویلي ایشا تگ لاره کامیابۍ پلو ته روانه ده، د نینسي په خیال په دې تگ لاره کې هند د امرېکې مهم سټراټیجک شراکت دار دی.

هغې اوویل که څه هم دا وخت په افغانستان کې د داعش خراسان څانگه او القاعده فعاله دي خو وخت ددغه ډلو په ضد روان دی. هغې اوویل شل کاله پخوا او د نن په افغانستان کې ډېر توپیر دی:

"نن په افغانستان کې 57 فیصده افغانان بنیادي صحي مرکزونو ته لاسرسي لري، د نیمې نه زیات د بجلۍ سهولت لري، د 2000 کلومیټره نه زیات سړکونه جوړ شوي دي اود9 میلینو څخه زیات طالبعلمان زدکړې کوي چې پکې 39 فیصدي جینکۍ دي"

د هند سفير هارش وردهن شرینگلا غونډې ته اوویل په افغانستان کې د سولې خوب اسانه نه دی مگر وړ دی:

"ترهگرو ته په ډاگه وایو چې ترهگرۍ ته سر نه ټیټوو اود نظرې په جگړه کې به د خلافت په ځای گټه د جمهوریت وي"

د ښاغلي شرینگلا په خیال هند په افغانستان کې د پرمختگ په تگ لاره روان دی:

"مونږ په پرمختگ یقين ساتو، د سیمې د یو بل هیواد په شان د ترهگرۍ په ویشلو یقين نه لرو"

که څه هم ښاغلي شرینگلاد کوم هیواد نوم وا نه خستلو خو په ورستیو کې زیاتره هندي او افغان لوړ رتبه چارواکو په پاکستان په افغانستان او هندوستان کې د تر هگرو د ملاتړ تورونه پورې کړي دي.

د ښاغلي شرینگلا د تازه بیان په حقله نه په واشنگټن کې د پاکستان سفارتخانې او نه د اسلام اباد له لوري کوم ځواب ویل شوې خو پاکستان پخوا تل د هند دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستاني مشران وايي که د هند سره دغسې څه ثبوتونه وي نو نړۍ ته دې ښکاره کړي. پاکستاني مشران دا هم واي چې هیواد یې په افغانستان کې د تل پاتې امن خواهش مند دی. پاکستان په افغانستان کې د هند بشپړه موجودگي د خپلو مفاداتو په ضد گڼي.

ښاغلي شرینگلا په خپل تقرير کې اوویل هند به د افغانستان په بیا ودانولو او جمهوري ادارو مظبوطولو کې خپل کردار تل لوبوي:

"په افغانستان کې د یو لوی ډیم نوم انډیا افغانستان دوستي ډیم دی"

هغه اوویل په افغانستان کې د هندي کمک تخمینه 3 بیلینه امريکاي ډالره ده.

د شرینگلا دعوا وه چې هند په افغانستان کې نزدې 400 منصوبې پوره کړي او د هیواد په 34 صوبو کې نزدې 150 منصوبې روانې دي.

غونډې ته په واشنگټن کې د کابل سفېرې رویا رحماني اوویل د هند سره د افغانستان تعلقات ډېر ژور دي.

هغې اوویل هند په افغانستان کې د پرمختگ بشپړه کردار لوبوي. د هغې په خیال هند په یو تل پاتې پیاوړي افغانستان جوړولو کې د ستاینې وړ کردار لوبول غواړي.

هغې اوویل هندوستان دا وخت د کرکټ په میدان کې هم د افغان لوبغاړو په زړه پورې کمک کوي.

دستورې ته د غونډې کوربه ښاغلي حسین حقاني اوویل په افغانستان کې اوږد مهالې جگړې ډېر خلق ځپلي دي خو دا وخت یو جمهوري حکومت جوړ شوی دی او هیواد د پرمختگ په ډگر روان شوی دی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG