د روغتیا نړیوالې ادارې د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل چې د سوډان په لویدیځ کې د الفاشر په محاصره شوي ښار کې د سعودي عرب پر یو روغتون باندې برید شوی او 70 تنه پکې وژل شوي دي.
د دغې ادارې مشر ټیدروس اډهانوم ګبریاسوس پر خپل ایکس په یو پوسټ کې لیکلي چې په دې برید کې 19 تنه نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې د برید پر مهال روغتون له ناروغانو ډک وو.
سیمه ییزو چارواکو د برید ذمه واري د سوډان د یاغیانو پر ډله آر ایس ایف باندې ور اچولې ده ځکه چې په وروستیو کې دې ډلې ته د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح برهان په مشرۍ د سوډان پوځ او متحدینو د جګړې په ډګر کې زیانونه ور اړولي دي.
د سوډان د بهرنیو چارو وزارت هم د برید ذمه واري پر آر ایس ایف ور اچولې او دعوه یې کړې چې د روغتون د بیړني حالت یا ایمرجنسي په برخه کې یې د ډرون برید کړی دی او دا برید یې "قتل عام" بللی دی.
سعودي عرب په یو بیان کې په روغتون باندې برید غندلی دی او هغه یې "له نړیوالو او بشري قوانینو سرغړونه بللې" او د روغتیايي او بشري فعالانو د خوندیتوب تر څنګ یې پر غیرپوځي اهدافو باندې د برید د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواک (رېپیډ سپوټ فورسز) د تېر کال له مې میاشتې راهیسې د شمالي دارفور مرکز محاصره کړی خو تر اوسه د دې سیمې په نیولو بریالی شوی نه دی.
د سوډان په جنګ کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي او څه باندې 12 میلینه وګړي له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
د دې هېواد په ځینو برخو کې په ځانګړې توګه په لویدیځ او جنوب کې کاختۍ خلک ځپلي دي او یو شمېر کورنۍ یې مجبوره کړې دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره واښه وخوري.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum