لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مذاکراتي پلاوی سبا د سولې خبرو د دوام لپاره قطر ته ځي


افغان چارواکي وايي د افغان دولت مذاکراتي پلاوی سبا ورځ له طالبانو سره د مذاکراتو د پیلیدو لپاره قطر ته ځي.

د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري رسنیو ته ویلي چې د افغان دولت مذاکراتي پلاوي ځینې غړي سبا قطر ته ځي او پاتې نور غړي به یې په نږدې راتلونکي کې د طالبانو سره د خبرو کولو لپاره دوحې ته ولاړ شي.

مېرمن انوري دا هم ویلي چې د دواړو لورو د مذاکراتي پلاوو غړو په تیر کوچني اختر کې د خپلمنځي ناستو پر مهال د سولې خبرو پر ژر پیليدو او د سولې پروسې په تېزېدو ټینګار کړی و.

بل خوا د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې تیره ورځ یې د افغان دولت مذاکراتي پلاوي غړو سره لیدنه کړې ده.

عبدالله عبدالله پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې "د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي له غړو سره یې د سولې بهیر، د هیواد وروستيو بدلونونو او راتلونکي اقدماتو په اړه خبرې کړي دي."

له هره اړخه د جګړې په دې ګرم حالت کې سولې ته هیلې ډېرې کمې دي، خو بیا هم خلک غواړي چې د سولې خبرې بیا پیل شي او مثبتې پایلې ولري. اوس چې په دوحه کې د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه خبرې کېږي، خلک تمه لري چې دا ځل دا خبرې سنجیده او متفاوتې وي.

که څه هم افغان دولت طالبان ملامت بولي چې د سولې خبرو ته نه کیني خو څه موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ویلي و، د دوی مرکچي پلاوی چمتو دی چې په دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره خبرې پيل کړي. هغه څه چې لا هم د سولې خبرو پایلو په اړه شک موجود دی چې کومه مثبته پایله به ولري.

د کرزي تازه څرګندونې:

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي ترهغې چې د سولې اوسنۍ خارجي پروژه (منصوبه) په ملي پروسه بدله نه شي سوله نه راځي. هغه زیاته کړه چې دا پردۍ پروژه په افغاني ملي (قامي) پروسې بدله کړي، او دا پروسه پوره افغاني شي.

کرزي د ګل/دوشنبې په ورځ د سولې په تړاو یو کنفرانس کې چې کابل کې جوړ شوی و، په افغان ریاست او طالبانو دواړو غږ وکړ چې د پردیو ملکونو پر ځای دې، دننه په افغانستان کې خبرو ته سره کیني.

د افغانستان مخکينی صدر حامد کرزی
د افغانستان مخکينی صدر حامد کرزی

نوموړي دا هم وویل چې طالبانو او د جمهوریت ملاتړو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي، د پردیو د ګټو جګړه پای ته ورسوي او پر ځای یې دې یې ټول اړخونه د ملي او اسلامي مسوولیت په توګه د سولې لپاره کار وکړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: "خپل عزم او استقلالیت هم د همسایه ګانو سره هم د نورو سره، خیر مو پدې کې دی چې په خپله کمپله پښه وغځوو او د خپلې کمپلې په اندازه یې وغځوو. زه مطمئین یم دلته بهترین دانشمندان د افغانستان راټول دي، ډیر باتجربه علماء او مخور راټول دي چې ستاسو د خبرو او څیړنو نتیجه به د افغانستان لپاره خود ارادیت او ذهني اثرت څخه خلاصول وي."

خو د مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي چې د سولې راوستو په برخه کې دوه ستونزې موجودې دي چې یوه هم داخلي او بله د بهرنیانو ستونزه ده.

عزیزالله دین محمد زیاته کړه: "موږ سوله غواړو، هغه سوله چې افغان ملت یې غواړي که په زور سوله کیدلی اوس به شوی وی ټول په اسلامي نظام موفق یو خو چې ټول ملت پکې ځان محفوظ وویني."

که څه هم افغان حکومت تازه ویلي چې د دولت په عالي شورا کې د سولې په اړه بحثونه روان دي او د افغانستان او جمهوريت د دفاع لپاره او دغه شان د سولې پروسې د تعقیب لپاره د سیاستوالو ترمنځ سیاسي اجماع موجوده ده، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان د خبرو مېز کې د ګډون اجازه نه لري او د خبرو له لارې د ستونزې حل ته باورمند نه دي.

حمد الله محب د شنبې په ورځ د امنیتي او دفاعي بنسټونو له مسوولینو سره یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، د ترکیې خبرې د مذاکراتو میز ته د طالبانو د نه حاضرېدو له امله ځنډیدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG