لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شوروي اتحاد سرتیرو د مې د میاشتې په 15 کال 1988 له افغانستان څخه په وتلو پیل وکړ


د کال ١٩٨٩ د فیبرورۍ د میاشت د ١٥ مې نیټې تصویر چې د روسي ځواکونو اخیرۍ دسته افغانستان څخه د روس سرحد ته داخلیږي
د کال ١٩٨٩ د فیبرورۍ د میاشت د ١٥ مې نیټې تصویر چې د روسي ځواکونو اخیرۍ دسته افغانستان څخه د روس سرحد ته داخلیږي

د پخواني شوروي اتحادي سرتیرو په همدې ورځ یعنې د مې د میاشتې په ۱۵ نیټه، کال ۱۹۸۸ کې له افغانستان څخه په وتلو پیل وکړ.

په افغانستان کې د پخواني شوروي د یرغل پرمهال له لسو تر پنځلس زرو پورې روسي سرتیري وژل شوي وه.

پدغې جګړه کې په میلیونونو افغانان وژل شوي او بې کوره شوي وه.

د شورویانو د هغه مهال مشر میخایل ګورباچوف په افغانستان باندې خپل یرغل چې د ۱۹۷۹ میلادي کال په وروستیو کې پیل شوي وه د شوروي اقتصاد ته سخت ګوزار ورکونکی وګاڼه چې د هیڅ ډول بریا څرک پکې نه لګېده.

د شوروي اتحاد سرتیرو د ۱۹۷۹ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې وروسته له هاغې په افغانستان یرغل وکړ چې د وخت ولسمشر نور محمد ترکی د خپل کمونست سیال حفیظ الله امین د توندلارو پلویانو پواسطه له واکه ګوښه شو.

یرغلګړو شورویانو امین وه واژه او پرځای یې شوریانو ته وفاداره ملګری ببرک کارمل په څوکۍ کښېناوه.

په افغانستان د روسانو یرغل د سړې جګړې په اوج کې رامنځته شو چې په ترڅ کې یې روسانو د هیواد زیاتې سیمې ونیولې.

د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر جیمې کارټر د شورویانو ددغه یرغل په غبرګون کې د هغوې پرضد یوشمیر اقتصادي او نور بندیزونه ولګول.

ددې ترڅنګ د وسلو د کنټرول پرسر د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې ودرېدې او په ماسکو کې د ۱۹۸۰ میلادي کال د المپیک سیالیو ته امریکايي لوبغاړي ور نه غلل.

د امریکا متحده ایالاتو او یوشمیر نورو هیوادونو لکه پاکستان، سعودي عربستان او چین مجاهدینو ته وسلې ورکړې.

له بده مرغه د روسانو له وتلو سره سره په افغانستان کې جګړه پای ته و نه رسېده او په ۱۹۹۶ میلادي کال کې توند لاري طالبان چې د پاکستان په مدرسو کې روزل شوي وه د پلازمینې کابل واک ترلاسه کړ.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG