لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

T20 نړيوال کپ: افغانستان دويمه لوبه هم وګټله، نيوزي لېنډ ته یې په 84 رنزونو ماتې ورکړه


له دې وړاندې افغانستان په خپل لومړي مېچ کې د يوګنډا لوبډلې ته په 125 رنزونو ماتې ورکړې وه
له دې وړاندې افغانستان په خپل لومړي مېچ کې د يوګنډا لوبډلې ته په 125 رنزونو ماتې ورکړې وه

په امریکا کې روان T20 نړيوال کپ 2024م کې د افغانستان لوبډلې خپله دويمه لوبه هم وګټله او نيوزي لېنډ ته یې په 84 رنزونو ماتې ورکړه، افغانستان، نيوزي لېنډ ته د 160 رنزونو هدف ورکړی وو.

له دې وړاندې افغانستان په خپل لومړي مېچ کې د يوګنډا لوبډلې ته په 125 رنزونو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان او نيوزي لېنډ لوبه چې لږه شېبه وړاندې ختم شوه، د دې مېچ ټاس/ پچه نيوزي لېنډ ګټلې او لومړی یې بالينګ اخستی وو.

د افغانستان لوبډلې په لومړي بېټنګ کې په ټاکلو شلو اوورونو کې په شپږو لوبغاړو اوټ کېدو 159 رنزونه جوړ کړي وو.

رحمت الله ګربز تر ټولو زيات په 56 بالونو 80 رنزونه او ابراهيم ځدران په 41 بالونو 44 رنزونه جوړ کړي وو.

د افغانستان د ټاکلي هدف په ځواب کې د نيوزي لېنډ ټوله لوبډله په 16م اوور کې په 75 رنزونو اوټ شوه او لوبه یې په 84 رنزونو بايله.

د نيوزي لېنډ دوه لوبغاړي فين اېللين او مايکل برېسويل په صفر، صفر اوټ شوي او تر ټولو زيات رنزونه یې ګېلن فليپس په 18 بالونو 18 رنزونه جوړ کړي دي.

د افغانستان بالرانو کې کپتان راشد خان او فضل حق فاروقي څلور، څلور وکټې او محمد نبي دوه وکټې واخستې.

رحمت الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.

افغان لوبډله به خپله درېمه لوبه کې په 14م جون د پاپوا نيوګينيا سره مخامخ کيږي.

د T20 نړيوال کپ په روانو سياليو کې سبا په نهم جون د پاکستان او هند مېچ ټاکل شوی دی، پاکستان په لومړۍ لوبه کې د امریکې نه ماتې خوړلې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG