لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا داسې قانون راوړل غواړي په پاکستان او طالبانو بندېزونه ولګوي


واشنګټن - د امريکا په سينټ کې په يو داسې قانون جوړولو بحث روان دی چې نه يواځې په ملګرو ملتونو کې د افغان طالبانو د نمايندګۍ لاره وتړي بلکې د پاکستان په اړه د طالبانو د ملاتړ او په افغانستان کې د امريکا د شل کلن سټرټيجېکې ناکامۍ او پوځي او زيان ذمه وار هم پاکستان وګرځوي.

د سينټ 22 غړو چې د ريپبلکن ګوند دي، د سينټر جيمس رېش په مشرۍ په وړاندې شوي بل کې په وړومبي ځل د پاکستان په حقله په ډاګه ويلي “پاکستان په سيمه کې اور کرلی او په يو وخت هم د اور اچوونکي او هم د اور مړوونکي دنده په مخ بيايي”.

د جنرل پروېز مشرف د حکومت په وروستيو کې چې کله امريکا د افغانستان په جنګ او د ترهګرو ډلو په ختمولو کې د پاکستان د دوه مخي پالېسۍ نه زړه ماتې شوه نو هغه وخت امريکايي چارواکو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته په پاکستان کې د پټو ځايونو ورکولو په سر پاکستان تورن کړو.

د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره سره ځينې امريکايي چارواکي او څېړونکي په پاکستان تور لګوي چې د ترهګرۍ په جنګ کې يې د امريکا نه بې ساري مالي او پوځي مرستې تر لاسه کړې خو کردار يې هغه ولوبولو چې متل دی “په يو وخت د سويې سره منډه او د تازيانو سره ښکار”.

پاکستان وايي هيڅ پټ ځايونه يې چاته نه دي ورکړي او د امريکا سره د ترهګرۍ په جنګ په ملګرتيا ورته هم ځاني او هم مالي زيان اوړېدلی دی.

سينټر جيک ريډ ويلي په افغانستان کې د امريکا په ناکامۍ کې په پاکستان کې د طالبانو او مرستيالانو پټ ځايونه لاس لري. پاکستان وايي امريکا دې د خپلې ماتې تور په ياد هېواد نه ورتپي.

ښاغلی ريډ د پاکستان د دوه ګونې پاليسۍ په اړه وايي تر دې چې امريکايي چارواکي د پاکستاني مشرانو سره ناست دي او په دې حال کې طالبان په پاکستان کې د پټو ځايونو نه خوند اخلي او د وخت د تېرېدو سره بيا رايو ځای کيږي.

په بحث کې دا غوښتنه هم شوې دا جاج دې واخستلی شي د افغانستان په نيولو او د پنجشير په قبضه کولو کې د طالبانو مرسته د پاکستان سره سره نورو کومو ډلو کړې.

په ياد شوي قانون کې سپارښتنه شوې په طالبانو او د هغو په ملاتړو دې بندېزونه ولګيږي ځکه د دوحه د لوظنامې سره سم نه طالبانو د داعش خلاف عمليات کړي او نه يې خپلې اړيکې د القاعده او ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي.

طالبان وايي د داعش خلاف عمليات کوي او د کومې ترهګرې ډلې سره اړيکې لري او نه به د افغانستان خاوره د بل چا خلاف استعمال له ورکړي.

وړاندې کړل شوی بل لا د کانګرس نه منظور شوی نه دی خو د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې ډاکټر شيرين مزاري په خپل ټوېټر پاڼه ليکلي ښکاري ملک به يې يو ځل بيا د امريکا سره د ملګرتيا قيمت ورکوي.

د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ د شيرين مزاري د ګوند حکومت په نړۍ غږ کوي چې په زور راغلي طالبان دې د افغانستان رسمي واکمن ومني او دا غوښتنه په داسې وخت کې کيږي چې نړۍ په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب په حقله انديښمنه ده.

د امريکا د دريو واړو پوځي ځواکونو مشرانو جنرالانو په افغانستان د امريکا په سټرټيجېک ناکامۍ د امريکا سېنټ ته ويلي د پاکستان سره د امريکا تعلق ته دې بيا کتنه وشي.

د امريکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک مايلي ويلي “د پاکستان په رول غور پکار دی او دا چې طالبان يوه ترهګره ډله ده او د القاعده سره اړيکې لري. مونږ له اوس دا لازمي ده چې د افغانستان نه د راوچتېدونکي ترهګرو بريونو نه د امريکايانو حفاظت وکړو”.

د امريکا د پوځ پخواني مشر جنرل مايک مولن په کال 2011 کې کانګرس ته په بريفينګ کې ويلي وو چې حقاني ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې اي ايس اي په لاس کې د کار وسله ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG