لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر د اختر دپاره د ډزبندۍ اعلان وکړو 


په کال ۲۰۱۸ کې د اختر په موقع د ډزبندۍ په وخت د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې طالبان او امنیتي ځواکونو یو ځای لیدل کېږي
په کال ۲۰۱۸ کې د اختر په موقع د ډزبندۍ په وخت د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې طالبان او امنیتي ځواکونو یو ځای لیدل کېږي

د افغانستان صدر اشرف غني د اختر په موقع د ډزبندۍ علان کړی ويلي یې دې چې د هغه د حکومت او د افغان ولس غوښتنه ده چې طالبان دې په مستقل او حقیقي ډول ډزبندي وکړي او د صلحې مذاکراتو ته دې کښېني.

اشرف غني د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې ټول افغان امنیتي ځواکونو ته یې د وړوکي‌اختر د خوشحالو په موقع د درې ورځو پورې د ډزبندۍ کولو هدایات ورکړي.

هم د ګل، دوشنبې، په ورځ د یورپین یونین خارجه وزیرانو افغانستان سره د مرستو جاري ساتلو په لارو چارو غور وکړو.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د جرمني خارجه وزیر هېکو ماس په برسلز کې خبریالانو ته وېلي افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د خونړو حملو وروستو د یوري اتحاد لپاره دا واضحه کول ډېر زیات مهم دي چې افغانستان او افغان حکومت په یوريي مرستو باندې انحصار جاري ساتي.

په افغانستان کې د تشدد د ورستۍ لړۍ په اړه افغان صدر وویل په داسې وخت کې چې نړیوال ځواکونه د افغانستان نه ستنېږي د دغه تشدد هیڅ جواز نه جوړیږي.

ښاغلي غني وویل چې حکومت د طالبانو لخوا د وړوکي اختر په موقع اعلان کړې ډزبندۍ نه خبر دی خو د دې هرکلی یې نه دی کړی.

افغان ولسمشر وویل ”طالبانو ته زمونږ پېغام دا دی چې د رمضان په میاشت کې په لوګر، هلمند، غزني، هرات او بغلان کې شوي وروستۍ حملې، د کابل په سکول حمله، او د ګل په ورځ‌ زابل ولایت کې شوې خونړۍ پېښه ښکاره کوي چې د تشدد او په خلکو کې د یرې خورولو کوشش د لارې سیاسي‌ او استخباراتي مقصدونه ترلاسه کول په خلکو کې د دوي (طالبانو) خلاف نوره هم کرکه سېوا کوي. “

نوموړي وېلي طالبانو به په وروستیو څو هفتو کې دا زده کړې وي چې د افغان قامي دفاع او امنیتي ځواکونو خلاف په پوځي توګه او مخامخ په مخامخ جنګ د لارې د ګټې ترلاسه کولو حساب کتاب غلط‌ دی.

افغانستان کې د څو هفتو خونړیو جګړو او تشدد وروسته طالبانو د اختر درې ورځو دپاره ډزبندي اعلان کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ پخپل ټویټر لیکلي چې دا ډزبندي یې "هيوادوالو ته د امن او ډاډ" ماحول برابرولو دپاره اعلان کړې چې خلک پکې اختر په آرامۍ سره ولمانځي.

اخوا د یورپي اتحاد خارجه وزیرانو افغانستان کې د خونړیو پېښو وروستو د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ د افغانستان حکومت سره مرستو جاري ساتلو په بېلا بېلو لارو چارو خبرې اترې کړي.

په یو داسې وخت چې د افغانستان نه د نړیوال ځواکونو په وتو کې څو میاشتې پاتې دي، یورپي حکومتونه اوس هم د یو لارې راویستو کوششونه کوي چې دوی ته په افغانستان کې د څومره سفارتي موجودګۍ ضرورت پکار دی او څوک به هغوي ته تحفظ ورکوي.

د جرمني خارجه وزیر هېکو ماس وویل دوی به د افغانستان بیا ودانۍ لپاره پوره مالي مرستې جاري ساتي او دوي هر ممکن کوشش کوي چې د صلحې روانې خبرې اترې یو نتیجې ته ورسي.

د امریکې صدر جوبایډن تېره میاشت اعلان کړی وو چې د افغانستان نه به د ستمبر ۱۱مې نېټې پورې خپل ټول امریکاي پوځیان راوباسي.‌ نېټو اتحاد هم وېلي دوي به د امریکاي ځواکونو سره سم خپل پوځیان هم د افغانستان نه وباسي او دا چې د دوي د پوځیانو د ویستو عمل د وړاندې نه شروع شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG