لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان به د ډیورنډ په کرښه د ازغن تار غځولو مخه نیسي


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوځل بیا پدې ټینګار کړی د ډیورنډ په کرښه د پاکستان له لوري د ازغن سیم د غزولو چارې څاري او مخه به یې نیسي.

د یاد وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویلي افغان ډپلوماټیک او امنیتي ادارې د پاکستان ددغه اقدام د مخنیوي لپاره جدي کار کوي.

٫٫ د افغانستان د حکومت سیاسي، امنیتي او ډپلوماټیک ارګانونه په جدیت سره ددغې مسلې مخنیوي کوي او زه غواړم د افغانستان ملت او د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړم چې افغانستان به هیڅکله د پاکستان دغه یو اړخیز اقدام په رسمیت وه نه پیژني.٬٬

ښاغلی لیوال وايي پاکستاني پوځیانو د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په مومندو او باجوړ ایجنسیو او همدارنګه په جنوبي پښتونخوا کې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د ازغن تار د غزولو چارې پیل کړیدي.

لیوال پدې اړه معلومات ور نه کړل چې د پاکستان له لوري ددغه ازغن تار د غځولو بهیر دا مهال څومره پر مخ تللی.

مخکې تر دې د افغانستان امنیتي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان لخوا د دروازو او نورو مانعو د جوړولو پرسر چې افغان حکومت یې ښکاره یرغل بولي سخت غبرګون ښودلی.

تر ټولو وروستۍ پېښه یې د کندهار په سپین بولدک کې د لقمان او جهانګیر کلیوالې سیمې وې چې پرسر یې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له یوه بل سره وسلوالې نښتې هم وشوې.

بل لوري ته په کابل کې د پاکستان د سفارت ویاند اختر منیر ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان دا کال د پولې په اږدو کې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره کړیدی.

د افغانستان دولسي جرګې اداري پلاوي د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په هدف د یاد هیواد لخوا ددې اقدام غندنه کوي.

د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل په پوله د ترهګرو د مخنیوي د بهانې پرځای دې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ده وویل چې د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي او د هغوي د ملاتړ څخه دې لاس واخلي.

ښاغلي ځاځي د ډیورند په کرښه دواړو غاړو ته پرتو ولسونو څخه وغوښتل چې په خپلو سیمو کې دې د ازغن تار له غزولو سره مخالفت څرګند کړي.

٫٫ له خلکو زمونږ هیله داده چې په هیڅ صورت دروازې او اغزن تارونه پرې نږدي او پاکستان دې زمونږ له مجبوریت څخه دا مهال ګټه نه اخلي. ښه خبره داده چې د سیمې خلک ټول سره یو موټی وي او پاکستاني پوځیانو ته اجازه ور نه کړي چې خپل موخې په دوی باندې وتپي.٬٬

یوه میاشت وړاندې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې پرتو ولسونو هم په ننګرهار کې د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان لخوا د ډیورنډ پر کرښه د ازغن تار د غځولو او دروازو لګولو اقدام په کلکه غندلی وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG