لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفېکټس فوکس خبریال احمد نوراني د جنرل باجوه د پانګو په رپورټ پخپله څه وايي؟ 


د فېکټس فوکس خبري ادارې خبریال احمد نوراني د پاکستان د پوځ د اوسني مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د هغه د کورنۍ د نورو غړیو په هکله په یو رپورټ کې ویلي دي چې په تیرو شپږو کالو کې یې اربونه روپۍ پیدا کړي دی. پوځ یا حکومت تر اوسه د رپوټ تردید کړی نه دی خو وايي پلټنې به کوي چې چا د جنرل باجوه د پانګو په اړه رازونه ښکاره کړي دي.

د وي او ای ډیوه رحمان بونېري د فېکټ فوکس خبریال احمد نوراني سره مرکه کړې او تاسو یې د سوال او ځواب په شکل کې لوستلی شئ

سوال: د پاکستان په مطبوعاتو کې راغلي چې د خزانې وزیر اسحاق ډار د جنرل قمر باجوه د مالیو د معلوماتو د خپریدلو په هکله د پلټنو امر کړیدی، تاسو په دې هکله څه دریځ لرئ؟

ځواب: ټېکس ګوشوارې (د مالیو حساب) چې اولس جمع کوي بې شکه دا پټې وي، دا معامله د حکومت او شهري تر منځه وي، او دا د قانون له رویه خوندي وي.

په نړیوال صحافت کې په دې ډیر بحثونه هم روان دي چې د یو عام تن د ټیکس معلومات باید خوندي وي.

خو یو داسې تن چې په سرکاري عهده کار کوي یا اولس منتخب کړی وي او یا د حکومت نه تنخوا اخلي ددغه شان تن په هکله چې کله یو خبریال معلومات تر لاسه کړي او دغه معلومات کره وي او تصدیق شوي وي نو د اولس په مفاداتو کې شایع کول پکار دي.

په امریکه او نوره نړۍ کې پدې ډیر بحثونه شوي دي د بېلګې په توګه کله چې د نیو یارک ټایمز غوندې لوی اخبار د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ټول ژوند د ټیکس معلومات خپاره کړل نو دا درپځ ؤ چې دا د اولس په مفاداتو کې وو.

سوال: ستاسو په خبر کې حوالې هم شته دی، او ممکنه ده تاسو د هغو کسانو نومونه، نه اخستل غواړئ چې دغه پټ معلومات یې درکړي دی خو بیا هم یو عام تن به ستاسو د خبر رښتیا والی څنګه اومني؟

ځواب: یو عام تن به زما په خبر یقین څنګه کولو چې دا رښتیا دی؟ )په خندا کې) دا وضاحتونه کول به زما د پاره یو ډیر ګران کار ؤ، خو د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار چې ددې خبرې د پلټنو امر وکړو چې دا معلومات (د باجوه د مالیو او پانګو) څنګه څرګند شول؟ نو دا خبره پخپله یو تصدیق دی چې زما معلومات کره او رښتیا دي، دې کار زما ستونزه اسانه کړه. هغويي پخپله ددې تصدیق وکړو وس زما د پاره اسانه شوه چې خلکو ته به وضاحتونه، نه ورکووم.

حکومت زما خبر چیلنج کړی ندی.

پکار خو دا وه چې د خزانې وزير ددې کار تحقیاتو امر کړی وی چې دومره پانګې څنګه جوړې شوې هغه وس پدې لګیا شول چې دا معلومات څنګه خپاره شول؟

سوال: ددې خبر د خپریدلو ورستو معلومات دا دي چې ستاسو ویب پاڼه په پاکستان کې تړل شوې ده، ستا غبرګون څه دی؟

ځواب: رحمان صېب ته هم د پاکستان یې، زه هم خبریال یم، ته ما پیژنې، زه د کوم سیاسي ګوند په ضد نه یم، د عمران خان د پوځ سره د ملګرتیا زه ډېر سخت ناقد وومه، مګر نن زه حق حیرانه یم چې د عمران خان په حکومت کې مونږ د هغه په هکله هر رقم خبرونه خپاره کړل، مونږ د هغه یو یو تن والوځولو، د عمران خان د مالیو ریکارډ مو خپور کړو، د هغه د رسوائیو په هکله مو تحقیقات خپاره کړل، د هغه په حکومت کې مو د جنرل باجوه د کورنۍ په هکله مو په 2020/21 کې خبرونه وکړل، زه د جنرل عاصم باجوه خبره نه کومه هغه بل خبر ؤ، زه د جنرل قمر باحوه خبره کومه، دا ځانله خبر ؤ، دغه وخت زمونږ ویب پاڼه چا نه وه بنده کړې، وس چې د دويي په حکومت کې دا خبر راغی نو ویب پاڼه یې وتړله، بلکې مهم یې شورو کړی دی چې ویب پاڼه بنده نه ده، مونږ دروغ وایوو. په دې به زه څه به ووایم، یواځې افسوس کولی شم، حکومت که چري د جمهوریت دعوا لري نو همت دې وښايي، راښکاره دې شي، د سوالونو جوابونه دې ورکړي، صحافت ته دې مخامخ شي، که څه هم دا یو ګران کار دی خو باید دوي داسې وکړي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG