لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې یو امریکايي او یو برتانوي عسکر وژل شوي


امریکایي چارواکو ویلي د تیر زیارت یا پنجشنبې په شپه ناوخته په شام کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې د امریکا په مشرۍ کې جوړ اېتلاف دوه غړي وژل شوي او پېنځه نور ژوبل شوي دي.

د اېتلاف تر مخه په وژل شوو کې یو امریکايي او یو برتانېې وو.

دوو امریکايي چارواکو د خپل ځان نه څرګندولو په شرط رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چاودنه د شام منبیج ښار سره نژدې ترسره شوې.

وړاندې د دې نه د امریکايي پوځ لخوا خپور شوی بیان کې دا نه وو ویل شوي چې دغه پیښه په کومه سېمه کې رامنځ ته شوې وه او نه د وژل شوو کسانو نامې او قامیت ښودل شوی وو.

امریکايي پوځ دومره ویلي وو چې د اېتلافي پوځ غړي وژل شوي.

د امریکایي پوځ ویاند کرنل ریان ډیلن په سمدستي توګه دا نه دي ویلي چې د دغه برید ذمه وار څوک دي، خو دا يې منلي ٫٫ ځېنې اندازې لګول شوي خو ترڅو چې پوره پلټنې نه وي شوي تر هغې څه نه شي ښکاره کولی.٬٬

منبیج ښار پخوا د خودسره اسلامي ریاست یا داعش مظبوط مرکز ګڼل کیدو. دغه ښار سره نژدې دا تازه برید پداسی وخت شوی چې یوه ورځ وړاندی د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو د شام نه به امریکايي عسکر ډیر زر اوباسي.

دا مهال په شام کې د امریکا تر ٢ زرو نه سیوا عسکر موجود دي. د کال ۲۰۱۴م راهسې د کله نه چې په دغه هیواد کې د داعش ګوند پرضد عملیات پیل شوي تر دې دمه ٦٠ امریکايي عسکر وژل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG