لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: چین د امریکې غوندې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان مرسته نه شي کولی


د امریکا ولسمشر جوبایډن ټینګار کړی چې د پاکستان او امریکا تر منځ دوامداره ملګرتیا د نړیوال او سیمه ییز ثبات لپاره مهمه ده .

څيړونکي وايي چې په سيمه کې د امنيتي وضعې په اړه چين انديښنې څرګندوي خو د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان هغه ډول مرستې نه شي کولې څنګه چې امريکا کولی شي.

د صدر بايډن دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې امريکا په يو کال کې په دويم ځل په هغو چینايي تحقيقي ادارو او کمپنیو بنديزونه لګولي چې د پاکستان بيلسټک ميزايل پروګرام د پاره په الاتو ورکولو تورن کړی شوي دي.

د امریکې له لوري په چینایي کمپینو اؤ تحقیقي ادارو د بندیزونو لګولو باجود څيړونکي بيا هم امريکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې مهم ملګرې بولي.

پيښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سید عرفان اشرف وي او اې ډیوه ته وایي که چرې پاکستان په معاشي توګه د نظامي مرستو له پلوه چین سره خپلې اړیکې په وړاندې بوځي نو امریکا به ورته خنډان راپورته کوي.

ډاکټر اشرف وایي د افغانستان له اړخه امریکا د پاکستان د پاليسيانو په تناظر کې مرستې هم کوي او د ترهګرۍ ضد جګړې په حواله امریکا به د پاکستان د پوځ اخلاقي ملاتړ کوي:

"خو که چرې پاکستان په معاشي توګه يا بيا د ملټري اکوپمنټ باندې چین سره اړيکې مخ په وړاندې بوځي نو امريکا به ورته د خنډ په توګه مخې ته راځي او په میزایل پروګرام باندې به بنديزونه برقراره ساتي".

درې ورځې وړاندې د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي وو، "مونږ تل د پاکستان د بیلسټک میزایلي پروګرام مخالفت کړی او هم په دې پالیسۍ ولاړ یو".

پاکستان د خپلو بېلسټک میزایلو په اړه د امریکې وروستي بندیزونه جانبدارانه او په سیاسي مقصدونو ولاړ بللي دي.

په دې ورستيو کې په پاکستان کې ترهګریزو بریدونو چين هم اندېښمن کړی دی او ځينې څيړونکي په افغانستان او سيمه کې د نړیوالې ترهګرې ډلې داعش موجودګي هم د امریکا لپاره د انديښنې وړ ګرځوي.

د نړیوال چارو کارپوهه ډاکټر منور حسین ډیوه ته وایي "د ترهګرو ضد به د خفيه اطلاعاتو په بنياد محدود عمليات کول وي، او د امريکې، چين، ايران او د مينځنۍ اېشيا هېوادونو لخوا به په افغانستان فشار اچول وي چې د هغو ترهګرو خلاف ګامونه پورته کړي څوک چې د سيمې امنیت ګواښوي".

صدر بایډن د پاکستان او امریکا د همکارۍ ستاينه په داسې حال کړي چې د غير دولتي تنظيمونو رپورټونه وايي چې په پاکستان کې ترهګرۍ يو ځل بيا سر راپورته کړی او پاکستان پرله پسې په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون اؤ خوندي ځالو تورونه لګولي.

په افغانستان واکمنو طالبانو مدام دا تورونه رد کړي اؤ دریځ لري چې نه خو په افغانستان کې وسله والې ډلې شته اؤ نه څوک د افغانستان خاوره د بل هیواد په ضد کارولی شي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG