لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړوونکي: مخالفینو د وژلو رپورټونه به د افغان طالبانو دپاره مشکلات زیات کړي


رویټرز خبري اداره زیاتوي د ملګرو ملتونو په رپورټ ويلي شوي چې اوس هم د بشري حقونو فعالينو او د مېډیا په کارمندانو حملې کیږي، ویرول کیږي، ځورول کیږي، په بې دریغه ډول ګرفتاره کیږي، او وژل کیږي
رویټرز خبري اداره زیاتوي د ملګرو ملتونو په رپورټ ويلي شوي چې اوس هم د بشري حقونو فعالينو او د مېډیا په کارمندانو حملې کیږي، ویرول کیږي، ځورول کیږي، په بې دریغه ډول ګرفتاره کیږي، او وژل کیږي

د ملګرو ملتونو د دې رپورټ وروسته چې د افغانستان طالبانو او اتحادیانو یې په مبینه توګه د پخواني حکومت ګڼ شمېر کارکوونکي او د نړیوالو ځواکونو مرستیالان وژلي دي څیړوونکي وايي دا ډول رپورټونه به په طالبانو نړیوال فشار زیات کړي.

رویټرز خبري ادارې ویلي د ملګرو ملتونو هغه رپورټ یې لیدلی دی چې وايي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته طالبانو د پخواني حکومت د 100 نه زيات چارواکي، امنیتي کارکنان او یا هغه کسان چې د نړېوالو پوځونو سره یې همکاري کړې وه، وژلي دي۔

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو رپورټ رد کړی او په ټوېټر خپل پېغام کې ویلي طالبانو د عامۍ معافۍ اعلان کړی دی او که چېرې د "شخصي انتقام" له امله کومه پېښه شوي وي نو طالبانو یې پلټنې کړي او ککړ کسان یې سزا کړي دي.


څېړوونکي وايي د ملګرو ملتونو رپورټ سره به په طالبانو نړيوال فشار نور هم سېوا شي او په رسمي ډول پېژندولو لپاره کوششونه به يې زيات اغېزمن شي۔

څېړوونکي وايي د نړۍ اعتماد ګټلو لپاره به طالبان د داسې رقم پېښو مخنيوې کوي او کوم خلک چې په وژنو کې ککړ دي هغوي ته به ضرور سزا ورکول وي۔

د طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني دغه رپورټ ناسم بللی او ډيوه ته يې ويلي چې د طالبانو لخوا په عامې بخښنې پوره پوره عمل کېږي او کومو تنانو چې په په انتقام کې داسې جرمونه کړي هغه سزا شوي دي۔

ملګرو ملتونو په دغه رپورټ کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مېشن د پخوانیو افغان چارواکو، امنیتي مامورینو، او د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د همکارانو مبینه وژنو، جبري لادرکه کېدو، او نورو خلاف ورزیو په اړه معتبرې دعوې ترلاسه کړي دي. دا په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې واکمن کېدو وروسته عامه معافي هم اعلان کړې ده۔

د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وايي د افغان طالبانو واکمن کېدو وروسته داسې ډول روپورټونو مخې ته راتلو سره به د طالبانو لپاره مشروعيت ترلاسه کول نور هم ګران شي او په ستونزو کې به يې زياتوالی راشي۔

عبدالشکور وویل " زما خيال دی که دا رپورټ سيکورټي کونسل ته پېش کېږي نو دا ډېر لوی فشار په طالبانو لرلی شي او هغه په دې تناظر کې چې طالبان اوس ګوري چې نړۍ په رسمي توګه دوی تسليم کړي ځکه چې د هغې نه غېر د افغانستان لپاره د حکومت چارې چلول به ډېر زيات ګران وي، افغانستان کې دا دې انساني بحران جوړ دی، نو دا ډېرې اغېزې جوړولی شي د طالبانو لپاره"

رویټرز خبري اداره زیاتوي د ملګرو ملتونو په رپورټ ويلي شوي چې اوس هم د بشري حقونو فعالينو او د مېډیا په کارمندانو حملې کیږي، ویرول کیږي، ځورول کیږي، په بې دریغه ډول ګرفتاره کیږي، او وژل کیږي۔

داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي چې وایي لږ تر لږه 50 کسان چې د داعش خراسان ډلې سره د تعلق درلودو شک ورباندې کېده، د کوم عدالتي پروسې پرته وژلی شوي دي۔

د پېښور پوهنتون د سيمه ایيز زده کړو د څانګې مشر ډاکټر ذاهد علي وي او ای ډيوه وايي چې دا پېښې د طالبانو واکمن کېدو وروسته رپورټ شوي دي نو دا د طالبانو زمه واري ده چې په دې پېښو کې ککړ تنانو ته سزا ورکولو ترڅنګ د پخواني نظام د غړو ژوند خوندي کړي۔

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي چې د طالبانو د راتګ نه وروسته په افغانستان کې د مدني ټولنې 8 فعالین وژل شوي دي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي په دغه رپورټ کې دا هم ويلي چې طالبانو د مدني ټولنې 10 فعالین د لنډې مودې لپاره قيد کړي وو چې تر وهلو او ګواښلو وروسته یې خوشې کړیدي.

د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني د ملګرو ملتونو دغه رپورټ نا سم بللې او وي او ای ډيوه ته يې ويلي چې د عامې بښخنې وروسته که چه د انتقام په اساس داسې کار کړی دې نو هغه سزا شوی دی۔

" د عمومي بخښنې نه پس هېڅ چاته هم د دې اجازه نشته چې هغه دې د خپل سره څوک ووژني او يا دې ورته زيان ورسوي، که چېرې داسې يو پېښه شوي وي او چا د انتقام د لارې څوک يې وژلی وي زيا څوک يې ځورولی وي نو د هغه پلټنه شوې ده او مجازات شوی دی"

ياده دې وي افغان طالبانو د تېر اګست په 15مه د کابل واک ترلاسه کولو وروسته د سپتمبر په اومه خپله لنډ مهاله کابينه اعلان کړه۔ خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړې کوم يو هېواد له تر دې دمه په رسمي ډول نه دی پېژندلې۔


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG