لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړوونکي په ناروی کې د مغربي ملکونو او د طالبانو خبرې ‌د افغان ولس په ګټه بولي


د ناروې د بهرنيو چارو وزارت هم یو بیان کې ویلي: "ناروې د طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې بشري حقونه، په معاشره کې د ښځو شرکت، او د افغانانو په ګټه د بشري او اقتصادي کوششونو پیاوړي کول پرځای کړي."
د ناروې د بهرنيو چارو وزارت هم یو بیان کې ویلي: "ناروې د طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې بشري حقونه، په معاشره کې د ښځو شرکت، او د افغانانو په ګټه د بشري او اقتصادي کوششونو پیاوړي کول پرځای کړي."

څېړوونکي و ايي په ناروی کې د طالب پلاوي د مغربي ملکونو د استازو، د او د افغان ټولنې غړو او د مدني فعالانو سره د خبرو مقصد په طالبانو فشار واچول دي چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو ترڅنګ د بشري حقونو پاسداري يقيني کړي.

د څېړوونکو دا هم نظر دی چې د افغانستان موجوده حالاتو کې افغان طالبان داسې ډول غونډو ته رابلل د افغان ولس په ګټه دي ځکه که طالبان په نړۍ کې يوازې پاتې کېږي نو په افغانستان کې به يوځل بيا د 90 لسسيزي په څېر وضيعت پېدا شي چې د بد اغېز له امله به يې افغان ولس ترڅنګ نړيواله ټولنه هم د ترهګرۍ ګواښ سره مخ شي.

د افغان طالبانو يو پلاوی د تېرې ورځې راهسې د ناروې په سفر دی، د مطبوعاتي راپورونو ترمخه په دې هېواد کې د روانې غونډې د اېجنډې په سر په افغانستان کې د بشري حقونو خوندي کول او په افغانستان کې د بحران په مسلو خبرې کول دي.

په دې حقله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاذ خورشيد خان وي ای ډيوه ته وايي د ناروی لخوا طالبان په رسمي ډول د بللو مقصد هم دا دی چې په طالبانو د بشري حقونو خوندي کولو او ټول شموله حکومت جوړولو لپاره فشار واچول شي.

دا چې مغربي ملکونه طالبانو سره په ناروی کې ولې خبرې کويو بل ځای ولې نا؟ په اړه خورشید خان وویل طالبان قطر یا اسلام اباد ته هم بلل کېدی شول خو دناروی انتخاب په دې وجه کېږي چې ناوری په ټوله نړۍ کې انساني حقونو علمبردار دی او تر ټولو زيات اعتماد پې کېږي نو دا افغان طالبانو لپاره يو پېغام دی چې که "تاسو په افغانستان کې حکومت کول غواړی نو تاسو سره يوه دا لار ده چې تاسو به د انساني حقونو پاسداري کوی."

د طالبانو د واکمنېدو وروسته نړیوالې ادارې وايي افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ شوی دی، د افغانستان د بجټ 80 فيصده برخه چې د نړیوالو مرستو نه پوره کیږي ودریدلي او امریکا د افغانستان 5۔9 بېلینه ډالره شتمنې تړلي دي.

خورشيد خان زياته کړه په ناوری کې غونډې په مهال افغانستان سره د مرستو لپاره د يو جامع تګلارې مخې ته د راتلو امکان شته.

خورشید خان زیاته کړه په طالبانو به دا فشار اچول کېږي چې په ا فغانستان کې " کوم اقليت چې دي، هلته چې کوم بهرني خلک دي، کوم خبريالان دي، د ښځو حقوق دي، هلته د ماشومانو تعليم خبرې دي نو په دې اړه تاسو (طالبان) مونږه ته داسې يو ښکاره منصوبه راکړئ چې دې ته به تاسو څه وايي نه بلکې چې د څنګه مخکې وو نو هم هغه شان په خپل شکل کې به يې ساتې."

د ناروې د بهرنيو چارو وزارت هم یو بیان کې ویلي: "ناروې د طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې بشري حقونه، په معاشره کې د ښځو شرکت، او د افغانانو په ګټه د بشري او اقتصادي کوششونو پیاوړي کول پرځای کړي."

د پېښور د اسلاميه کالج د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر شاه نواز خان وي او ای ډيوه ته وايي که چېرې افغان طالبان په نړۍ کې ځانله پاتې کېږي نو په افغانستان کې صورت حال نور هم خرابېدلی شي چې ګټه به يې نړيوال ترهګر تنظيمونو ته ورسي. هغه وايي په داسې ډول غونډو کې افغان طالبان رابلل ډېر مهم دي.

پروفېسرشاه نواز خان وویل افغان ولس د لوږې سره مخ دی د عدم تحفظ سره مخ دی، نو اول مسله خو به افغان ولس ته مخې ته راځي، او هم دغه شان يو غېر مستحکم افغانستان خو د ټولې منتطقې او نړۍ په حق کې نه دی.” هم هغه حالات به جوړېږي کوم چې د 90 په لسيزه کې وو، د ټولې دنيا ترهګر به راځي او هم هلته به دېره کېږي او بيا ټوله نړۍ او منطقه به د دې نه په عذاب کې پراته وي."

تېر کال د اګست په 15 مه د واک ترلاسه کولو وروسته دا لومړې ځل دی چې طالبان د ناوری په اوسلو ښار کې د امريکا، برتانيا، جرمني، اټلي او اروپايي ټولنې د استازو سره ناسته کوي.

د افغان طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو خارجه وزیر مولوي امير خان متقي کوي.

په افغانستان واکمن طالبان له هم د نړې کوم يو هېواد په رسمي ډول نه دي پېژندلي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی په کابل کې خپلو حقونو تحفظ دپاره ښځو یو شمېر مظاهرې کړې دي.

د انساني حقونو فعالان وايي د طالبانو ځینې ګامونه ښيي چې د مېرمنو د حقونو په لړ کې چې په تېرو دوو لسیزو کې کوم پرمختګ شوی دی طالبان بې په شا بوتلل غواړي خو طالبان د مېرمنو او اقلیتونو په نړیوال تشویش ردوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG