ځواکمنو عرب هېوادونو له غزې پټۍ ګاونډیو هېوادونو مصر او اردن ته د فلسطینیانو د منتقلۍ او له دې جنګ ځپلې سیمې د ایستلو هر ډول پلان رد کړی او د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې خلاف یې متحد دریځ خپل کړی دی.
د شنبې- خالي په ورځ د مصر په سرښار قاهره کې د عربي هیوادونو په غونډه کې د سعودي عرب، قطر، متحده عربي اماراتو، مصر، فلسطیني ادارې او عربي لیګ چارواکو او د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو.
عربي مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د فلسطینیانو د نه ردېدونکو حقونو د تر پښو لاندې کولو هر ډول هڅه ردوي. وایي که دا هڅه په بل ځای کې د فلسطینیانو د مېشتولو، د هغوی د ایستلو او یا له خپلې خاورې د ایستلو لپاره وي.
د عربي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې دا ډول پلانونه "د سیمې ارامي له خطر سره مخ کوي، د شخړې د پراخېدو خطر زیاتوي او د خلکو تر منځ د سولې او ګډ ژوند امکانات زیانمنوي".
د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، دوی چمتو دي چې د ټرمپ له ادارې سره په منځني ختیځ کې د دوو ریاستونو د حل په بنیاد د منصفانه او هر اړخیزې سولې لپاره کار وکړي.
د عربي هېوادونو مشرانو دا غونډه ځکه را بللې چې تېره اوونۍ ولسمشر ټرمپ ویلي وو، غزه په کنډوالو بدله شوې ده، مصر او اردن باید له غزې د فلسطینیانو تسلیمېدل ومني. که څه هم حماس، اسلامي جهاد ډلې او اردن یې هغه وخت دا وړاندیز رد کړی وو، خو صدر ټرمپ وړمه ورځ دا خبره بیا تکرار کړه.
د عربي هېوادونو مشرانو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د غزې لپاره د بیارغونې یو هراړخیز پلان جوړ کړي او د دې "پلان په عملي کولو" کې مرسته وکړي چې په بنیاد یې په خپله مځکه باندې د فلسطینیانو د پاته کېدو ډاډ تر لاسه شي.
د اسرایل او فلسطیني وسلوالې ډلې حماس تر منځ پینځلس میاشتنۍ جګړې د غزې ډېره برخه ویجاړه کړې ده. تېره میاشت د امریکا، قطر او مصر په منځګړتوب د دواړو خواوو تر منځ د جنګ بندۍ تړون وشو چې عملي شوی او دواړو تر اوسه یو شمېر یرغمل اسرایلیان او بندي فلسطینیان خوشي کړي دي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د چارشنبې- شورو په ورځ دا نظر رد کړ چې مصر به له غزې د خلکو په ایستلو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه دا ویره هم څرګنده کړه چې مصریان به له غزې مصر ته د فلسطینیانو د منتقلۍ په صورت کې د خپل خپګان د څرګندولو لپاره د احتجاج په توګه سړکونو ته راووځي.
دا وخت هم په ميلينونو فلسطينيان په اردن کې اوسېږي او په زرګونو فلسطينيان په مصر کې هم ژوند کوي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په وروستیو ورځو کې د ټرمپ وړاندیز رد کړ.
د فلسطینیانو په ګډون مصر او اردن هم اندیښنه لري چې که د غزې اوسېدونکي ووځي اسرایل به هیڅکله بیا دوی ته اجازه ورنه کړي چې غزې ته بیرته لاړ شي. مصر او اردن هم ویره لري چې د کډوالو دا ډول ورتګ به د دوی په اقتصادونو او د دوی د حکومتونو په ثبات باندې هم اغېز ولري.
مصر او اردن هغه لومړي هېوادونه وو چې له اسرایل سره یې سوله وکړه، خو دوی په نیول شوې لوېدیځه غاړه، غزه او ختیځ بیت المقدس کې د فلسطیني ریاست د جوړولو ملاتړ کوي، دا هغه سیمې دي چې اسرایل د 1967م کال د منځني ختیځ په جګړه کې نیولې وې.
عربي وزیرانو هم د مصر د هغه پلان هرکلی وکړ چې غواړي د غزې د بیارغونې په اړه له ملګرو ملتونو سره یو نړیوال کانفرنس جوړ کړي، خو تر اوسه د کنفرانس لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.
د اسرایل او حماس د جګړې تر پیلېدو دمخه په غزه پټۍ کې د خلکو ابادي شاوخوا 2.3 میلینه وه، خو تر یو میلین زیات خلک بیا بیا د جګړو له کبله ترې کډه شوي دي. ملګري ملتونه وايي په شاوخوا پینځلس میاشتنۍ جګړه کې د غزې 75 فیصده ودانۍ یا پوره او یا نیمې زیانمنې شوې دي.
یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum