لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ  ټل کې د شپږو پوځیانو وژنه تایید کړې، بېلابېلو نښتو کې یې د 22 ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې


د پاکستان پوځ په خېبر پښتونخوا صوبه کې په دریوؤ بیلابیلو نښتو کې د شپږو امنیتي عسکرو د وژل کېدو پخلی کړی اؤ دعوه یې کړې چې په دې نښتو کې 22 وسله وال هم وژل شوي دي.

د خالي یا شنبې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار خپل بیان کې ویلي د 6م او 7م دسمبر په منځنۍ شپه کې امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په دریوؤ بیلابیلو سیمو کې عملیات ترسره کړي دي.

پوځ ویلي، امنیتي ځواکونو د ټانک ضلعې په ګل امام سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اطلاع عملیات کړي چې پکې 9 ترهګر وژل شوي اؤ 6 نور ژوبل شوي دي.

همدا شان پوځ دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو د افغانستان د پولې تر څنګ قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې هم د ترهګرو په ضد عملیاتو کې 10 وسله وال وژلي دي.

پوځ په ټل سیمه کې هم د دریوؤ وسله والو د وژلو دعوه کړې ده خو ورسره یې منلې ده چې په دغه سیمه کې د وسله والو سره په نښته کې شپږ امنیتي عسکر هم وژل شوي دي.

پرون د سیمې د پوليسو مشر [اېس اېچ او] سليم شاه وي او اې ډيوه ته تاييد کړه وه چې دا پېښه د مدې شاه تاڼې په علاقه کې تېره شپه ناوخته شوې ده.

هغه ویلي وؤ د کورمې قبایلي ضلعې په دغه سیمه کې نامعلومه وسله والو د اېف سي، ملېشې ځواک په پوسته بريد کړی اؤ لږ تر لږه شپږ عسکر پکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

په کورمه کې په دې وروستيو کې دسنيانو او شیعه ګانو ترمنڅ فرقه ييزه نښتې شوې، د 130 نه زيات کسان پکې وژل شوي وو خو پوليس افسر ډيوه ته ویلي چې، د تازه پېښې د فرقه ييزه نښتو سره کوم تړاو نشته، او نه یې تراوسه پورې چا زمه واري منلې ده.

د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.

د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې دي.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې شوي، 71 کسان وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.

دغه رنګ په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 حملې شوې او 36 کسان وژل شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې زياته کړل شوې، بلوچستان صوبه کې 20 وسله وال بريدونه شوي، 60 کسان پکې وژل شوي دي.

پيکس په خپل رپوټ کې ويلي، د کال 2024 په لومړو 11 مياشتو کې په وسله والو حملو کې د وژنو شمېره د زرو څخه اوړېدلې ده 1080 کسان وژل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG