لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آصف دراني: ټي ټي پي پاکستان لپاره "سره کرښه" ده، افغان طالبان یې باید پر ضد اقدام وکړي


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ښاغلي آصف دراني ویلي ټي ټي پي د پاکستان لپاره "سره کرښه" ده اؤ هیله ده چې د افغان طالبانو لنډ مهاله حکومت به ددې ډلې پرضد کوټلی اقدام وکړي.

د نهې- سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو د انسټيټيوټ په تابیا د پاکستان اؤ افغانستان د اړیکو، چیلنجونو اؤ فرصوتونو په موضوع راجوړ شوي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي دراني وویل، د افغانستان د خاورې نه کېدونکې ترهګرۍ د پاکستان تر څنګ نور ګاونډي هیوادونه چین، ایران، تاجکستان اؤ ازبکستان هم اندېښمن کړي دي.

خو تر دې مهاله بیا د پاکستان نه علاوه یادو ګاونډیو په ښکاره داسې کومه اندېښنه نه ده ښکاره کړې چې ګنې د افغانستان له پلوه ورته ګواښونه ورپېښ دي.

د پاکستان ځانګړي استازي په خپله وینا کې د افغان طالبانو په حکومت ټینګار وکړو چې باید خپله خاوره کې د موجودو ترهګرو په ضد ګامونه واخلي.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد طالبانو یا ټي ټي پي مشران او وسله وال خوندي ځالي لري اؤ د هلته نه پاکستان کې د ورانکارۍ پلانونه جوړوي خو افغان طالبان بیا د پاکستان دا تورونه په سختۍ ردوي اؤ وایي په افغانستان کې هیڅ یوه ترهګره ډله وجود نه لري.

د طالبانو حکومت دریځ لري چې هغوي د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرضد کارول کېدو ته نه ورکوي.

آصف دراني وویل پاکستان افغانستان کې امن اؤ ثبات ته لیواله دی اؤ د افغان طالبانو د حکومت سره د صبر اؤ زغم نه کار اخلي.

هغه وویل پاکستان افغانستان کې داسې ټولنیز،اقتصادي اؤ سیاسي وضعیت غواړي چې ورته په کتلو سره د پاکستان نه ۳۰ لکه افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه شي .

هغه د ملګرو ملتونو د کډوالو په اداره ټینګار وکړو چې د افغانستان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره باید یوه مربوطه اؤ ګټوره تګلاره تیاره کړي.

هغه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان اؤ انډیا د ګیس پایپ لاین پروژې اؤ د کرغزستان اؤ تاجکستان څخه افغانستان اؤ پاکستان پورې د کاسا ۱۰۰۰ پاور ټرانسمیشن لاین په
څېر سیمه ییزو پروژو د کار چټک کولو غږ هم وکړو.

په دې وروستیو کې د افغانستان دننه د ترهګرۍ بهیر یو وارې بیا چټک شوی چې ورسره د افغان طالبانو د حکومت اؤ پاکستان تر منځ اړیکې هم اغېزمنې شوي اؤ پاکستاني چارواکي په بیلابیلو نړیوالو فورمونو د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو شتون ته ګوته نیسي.

خو د افغان طالبانو دحکومت د خارجه چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې ترهګري د پاکستان خپله مسله ده اؤ د پاکستان نه علاوه یو ګاونډي هیواد هم د افغانستان له لوري خپل امنیت ته د ګواښ اندېښنه نه ده ښکاره کړې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG