لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د حب ضلعې انتظاميې علي وزير د يوې مياشتې لپاره زندان ته لېږلی


د پاکستان د بلوچستان ايالت د حب ضلعې د انتظاميې مشرې ډپټي کميشنرې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير د يوې مياشتې لپاره زندان ته لېږلی دی.

ډپټي کميشنرې روحانه ګل کاکړې د دسمبر پر پینځمه پوليسو ته امر کړی وو چې علي وزير دې د عمومي امن د ګډوډولو یا درې اېم پي او په مقدمه کې بندي کړي. د دغه امر له مخې علي وزير ګډاني زندان ته استول شوی دی.

د حب يو ځايي عدالت د دسمبر پر پینځمه د علي وزير پرضد په درج شوې يوه پخوانۍ مقدمه کې په ضمانت باندې د هغه د خوشي کولو امر کړی وږ، خو نوموړی بېرته په بله مقدمه کې ونيول شو.

د علي وزير وکيلې منيزې کاکړې د دسمبر پر شپږمه رسنيو ته ويلي دي چې هغه به د علي وزير د نيولو پرضد د بلوچستان ايالت عالي‌ عدالت یا هایکورټ ته درخواست ورکوي.

د اسلام اباد پولیسو علي وزير د اګست پر درېیمهتر نیمې شپې وروسته نیولی وو او د هغه خلاف يې درې مقدمې درج کړې وې چې د ترهګرۍ تر څنګ د نشه يي موادو ګرځول او له یو پولیس څخه په زوره د ټوپک اخیستلو او د یو بل پولیس عسکر د کمیس شلولو مقدمې پکې شاملې وې.

د اګست په میاشت کې عدالت د وسلې او نشه يي توکو لرلو په دوو مقدمو کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو او د ستمبر پر څلورمه بيا د اسلام اباد هایکورټ د ترهګرۍ په مقدمه کې هم د علي وزیر ضمانت منظور کړ.

هغه وخت تمه کېده چې علي وزير به خوشی شي خو د راولپينډۍ اډپټي کميشنر حسن وقار چيمه د ستمبر پر پینځمه د عمومي امن د ګډوډۍ د قانون د درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې پر وزير مقدمه درج کړه او د هغه د زنداني کېدو امر يې وکړ.

تر هغه وروسته د پنجاب د ګجرات او بکر ضلعو پوليسو هم د عمومی امن د ګډوډولو په تور علي وزير بندي کړی وو. له بکره تر خوشي کېدو سمدستي وروسته علي وزير د نومبر پر 16مه د بلوچستان د حب سيمې پوليسو نيولی وو.

د پي ټي اېم مشران وايي چې د قانون درې ايم پي او ماده په غیر قانوني توګه د هغوی د غورځنګ د مخکښانو او غړيو پر ضد کارول کېږي.

علي وزیر تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې څو ځله په مياشتو او کلونو زنداني شوی او بیا خوشې کړل شوی دی.

یادونه:- دا رپوټ د وي او اې اشنا له ویب څخه اخیستل شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG