لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو پرلت د عزم استحکام مخالفت، د ښو او بدو طالبانو خاتمه او پوليسو ته د واک ورکولو سره نورې غوښتنې کړي


File Photo
File Photo

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې احتجاجي پرلت دوام لري، پرلت حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي او ويلي يې دي، په ټوله خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول بنو کې ورته د عزم استحکام په نوم عملیاتو د منلو وړ نه دي، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه دې په مستقله توګه ختم کړل شي او پوليسو ته دې واک ورکړل شي.

بنو کې په 19مه جولايۍ د امن مارچ په نوم لاريون شوی، په دغه ورځ بيا د ډزو پېښه شوې، يو تن پکې وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي او د يادې پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی دی.

په 15مه جولايۍ بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګی بريد شوی او بيا لس تنه بريد کوونکي چاوڼۍ ته ننوتلي وو، د پوځ ترمخه په بريد کې اته پوځيان او لس سره ترهګر وژل شوي وو.

ويل شوي وو، په برید کې تر 70 زیات پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم وو، خو پوځي بيان کې د ژوبلو په حواله څه نه وو ويل شوي. د دغه برید زمه واري د شمالي وزیرستان د وسله والو شورا حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.
د يادې پېښې وروسته په سيمه کې په 19مه جولایۍ کاربنديز او امن لاريون اعلان شوی وو، خو د لاريون په ورځ د ډزو پېښه شوې وه.

د بنو پرلت کمېټۍ او د صوبايي حکومت وزير وي او اې ډيوه سره د پرلت غوښتنې شريکې کړي دي.
د غوښتنو په سر کې د عزم استحکام عملياتو مخالفت، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه په مستقله توګه ختمولو، پوليسو ته د شپې په وخت د ګشت يا ګزمې اختيار ورکولو، د لټون عملياتو کې په مدرسو او کورونو کې د خلکو سپکاوی نه کول، جمعه خان روډ بحالولو، د بې درکه کسانو عدالتونو ته وړاندې کولو، ځايي پوليس او سي ټي ډي پياوړې کولو، د ښه او بدو طالبانو پرضد ورته د کارروايانو کولو او د ژوبلو پوليسو په پوځي روغتون کې د علاج کولو 11 غوښتنې وړاندې کړي دي.

خو د بنو سره تعلق لرونکي د صوبې د عامې روغتيا يا پبلک هيلتهـ وزیر پښتون يار خان د شپې ناوخته وي او اې ډيوه ته ويلي، د پرلت 16 غوښتنې دي.

د 11 نه په وروسته په نورو غوښتنو کې د بنو په معدني وسايلو کې برخه ورکول، د افغانستان سره د غلام خان پوله پرانستل،موبايل ټيليفون او انټرنېټ خلاصول او د بنو کېنټ حمله کې د درېو ملکي کسانو د وژنې د عدالتي پلټنو غوښتنې شامل دي.

پښتون يار خان وويل، غوښتنې د ضلعې انتظاميې سره شريکې کړل شوي او هغه پرې وزيراعلا هم خبر کړی دی.

نوموړي زياته کړه، د ولس په ملاتړ په پرلت کې شريک دی او د حکومت استازيتوب هم کوي.

د شپې ناوخته وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، د بنو پرلت د کمېټۍ سره به نن ويني، او زياته کړې یې ده، د حکومت جوړېدو څو ورځې وروسته یې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ښکاره ويلي وو، چې ځينې کسان چې ځان سرکاري معرفي کوي وسله په لاس ګرځي او په معاملاتو کې مداخلت کوي، د صوبې حکومت او پوليس پرې تحفظات لري.

هغه ویلي، پوليسو ته یې حکم کړی چې دغه کسان په لاس ورځي نيسي دې، د دوی پرضد دې کارروايي کوي او د دوی ځالې دې معلومې کړي.

بنو کې روان پرلت ته د بېلابيلو سياسي ګوندونو مشران او استازي هم ورغلي او ملاتړ یې کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او تحفظ ايين پاکستان تحریک مشر محمود خان اڅکزی هم پرون پرلت ته ورغلی، په وینا کې یې ويلي، د تاريخ جبر دی چې پښتانه په افغانستان او پاکستان کې وېشتل شوي په مینځ کې موليکه/ کرښه تېره شوې ده.

هغه ويلي، مونږ پاکستان ته ويل غواړو، مونږ پاکستان ماتول نه غواړو، خو پښتانه په پاکستان کې د اوسني حالت نه مطمين نه دي، مونږ د پاکستان نه خيرات نه غواړو، د پاکستان په باچاهۍ کې یې خپل حق غواړو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG