لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن د جاپان او فیلیپين مشرانو سره د چین په سوېلي سمندر کې د بېجنګ په زورورتیا خبرې کړي


صدر جوبایډن د زیارت په ورځ د جاپان د وزیراعظم فومیو کېشيده او د فیلیپين د صدر برډینند مارکوس جونیر کوربتوب په دې مقصد سره کړی وو چې بیجنګ ته یو ښکاره پیغام ورکړي چې د چین د سویلي سمندرګي د ګاونډیانو خلاف د جارحانه او سرزوره هلو ځلو نه لاس په سر شي.

هغه ټينګار وکړ چې د فیلیپين خلاف برید به د واشنګټن او د منیله تر منځ د مشترکه دفاع لوظنامه عملي کړي.

د چین د سویلي سمندرګي په سيمه کې جارحانه هلې ځلې سیوا کړی شوې دي. د چین کوسټ ګارډ جنګي کښتۍ ور لېږلې دي. په دغو کښتو د اوبو توپونه هم لګېدلي دي. د دې ترڅنګ د فلپائن کښتیو سره نیزدې يۍ خطرناکې هلې ځلې هم کړې دي.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ چې کله د امریکې صدر جوبایډن په ایشیا کې د امریکې د دوو ایتلافي مشرانو، د جاپان وزیراعظم فومیو کېشيده او د فلپائن د صدر فرډیننډ مارکوس جونیر سره درې اړخیزه سرمشریزه غونډه کوله نو دا خبره يې د پام وړ ټکی وو.

صدر جوبایډن وویل "د چين د سویلي سمندرګي سیمه کې د فلپائن په هوایي جاز، جنګي کښتو یا په پوځیانو څه قسمه برید به زمونږ ترمنځه د مشترکه دفاع لوظنامه فعاله کړي".

د چین د تش په نامه په خړ زونونو کې د ویرولو، چې کښتیو سره ټکر هم په کې شامل دی، داسې خطرناکه ورنیزدې ګامونه دي چې د واشنګټن او منیله ترمنځه د مشترکه دفاعي لوظنامه راپارولی شي.

د فلپائن صدر فرډیننډ مارکوس جونیر په ډاګه د چین ذکر نه دی کړی خو داسې سفارتي ټکي يې کارولي دي چې اکثره د بیجنګ په نخښه کولو د پاره استعماليږي:

"زمونږ د وخت راپېښ پیچلي ستونزې د هر چا اخلاصي هڅو، یو مشترکه مقصد ته د پام او د نړیوالو اصولو په بنسټ قایم نظام ته بغیر د شک شبهې اړتیا لري".

د جاپان وزیراعظم فومیو کېشيده د چین په مشرقي سمندرګي سیمه کې د لانجمن ټاپوانو شوخوا کې د چین په هم داسې قسمه طریقو یا ټیکټیکس اندېښنې لري. په چین کې دې ته ډاویو او په جاپان کې دې ته سېنکاکو ویل کيږي. کېشیده ویلي:

"نړیوالې ټولنې ته د ورپېښو شخړو په وړاندې د ایتلافیانو او د همخیال هیوادونو ترمنځه د اصولو په بنسټ جوړ د نړیوال نظام د خلاص، ازاد او په ځای د ساتلو د پاره پرله پسې د یو بل سره همکاري ډیره ضروري ده".

تېره هفته د چین په سویلي سمندرګي سیمه کې د چین د مخنیوي د پاره فلپائن، امریکې، جاپان او د اسټریلیا سمندري او هوایي ځواکونو ګډ مشقونه کړی وو. د چین د خارجه وزارت ویاند ماو نېنګ په دې نیوکې کړی وې.

د چین د خارجه وزارت ویاند ماو نېنګ ویلي وو "چین د سوړ جنګ د سوچ او په سیاسي ډلو کې د ویشلو او د هرې هغه وینا او عمل هم چې د نورو ملکونو د پراخه امنیت او د ګټو خلاف او د اختلافاتو سیوا کولو او پیدا کولو سبب جوړیږي سخت مخالف دی".

بایډن، مارکوس او کېشیده په سمندر کې د دفاع د چارو د پاره نوي ګامونه اعلان کړي دي. د دې ترڅنګ د فلپائن په بنیادي اډانه کې د سرمایه کارۍ او نړیوالو بشري مرستو کې د یو بل سره د همکارۍ اعلان هم کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG