لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د جينکو سرکاري مډل سکول په بم الوځول شوی


د کال ۲۰۱۲ د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې په ډیره اسماعیل خان کې په بم تباه شوي د جینکو د سکول د ودانۍ کنډر ليدل کېږي
د کال ۲۰۱۲ د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې په ډیره اسماعیل خان کې په بم تباه شوي د جینکو د سکول د ودانۍ کنډر ليدل کېږي

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلعه کې د جينکو يو سرکاري مډل سکول په بم الوځول شوی دی.

د شمالي وزيرستان پوليسو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، د سکول الوځولو پېښه تېره شپه (د 21مې او 22مې جولايۍ په مينځنۍ) خواوشا يوه بجه شوې، د سکول په اووه کمرو يا خونو کې پينځه تباه شوي دي او په سکول چاودنه کې څه جاني تاوان نه دی شوی.

په سکول د چاودنې زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.

د سرچينو ترمخه په سکول کې نزدې 255 جينکو زد کړې ترلاسه کولې.

د ځايي خلکو په وينا شمالي وزيرستان کې د سکولونو د ګرمۍ رخصتيانې دي.

په سیمه کې د ملي جمهوري غورځنګ يو فعال بلال داوړ ويلي، د شپې په يوه بجه زوروره چاودنه شوې، خلک د ويرې د کوره بهر نه شو وتلی، سهار بیا وليده چې سکول تباه کړل شوی وو.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، د يوې منصوبې سره دا کار روان دی، چې پښتنې جينکۍ بې تعليمه کړي، ځکه په سيمه کې سکولونه يا غېر فعال دي او يا به دغسې په بمونو الوځول کیږي.

له دې وړاندې د مې په میاشت کې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د جينکو درې پرايوېټ يا غېر سرکاري سکولونه په بمونو الوځول شوي وو.

په لسمه مې د شمالي وزيرستان په شېوا تحصيل کې د جينکو په يو پرايوټ سکول په بمي چاودنه باندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (يونيسف) اندېښنه ښکاره کړې وه.

او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د دغه سکول جوړولو ژمنه کړې وه.

د جون په میاشت کې بيا د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په بله قبايلي ضلعه خېبر کې د يو شخصي سکول مخې ته بمي چاودنه شوې وه، دغه سکول ته هم تاوان اوښتی وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG