لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا پخواني ډپلومیټ بریزینسکي جنازه نن ترسره کیږي


په واشنګټن ډي سي کې نن د امریکا پخواني وتلي ډپلومیټ بریګنیو بریزینسکي د جنازې مراسم ترسره کیږي.

د افغانستان اوسني ځوانان کیدی شي نوموړی ونه پیژني خو په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له تیري وروسته یو پیژند شوی تن وو.

بریزینسکي په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر په امر د پاکستان قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ ته ورغلی وو او له هغه ځایه یې د افغانستان لوري ته کلاشینکوف نیغ نیولی وو.

د هغه دغه علامتي یا سمبولیک عمل په افغانستان کې د هغه وخت د مجاهدینو د ملاتړ کولو په معنه وو. په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرضد جګړه کې افغان مجاهدینو ته د وسلو ورکولو پالیسي هم ده جوړه کړې وو.

د پخواني شوروي اتحاد پرضد د هغه دریځ د امریکا په بهرني سیاست باندې اغیز وکړو او د امریکا د ملي امنیت د صلاکار په توګه یې د امریکا د حکومت ډیرې سترې بهرنۍ پالیسۍ جوړولې.

د امریکا د شمالي کیرولاینا پوهنتون کلاوس لیریس وايي:٫٫هغه د کسینګر سره په ګډه په رښتیا هم د امریکا بهرني سیاست ته د ۱۹۶۰، ۷۰یمې او ۸۰یمو لسیزو کې رونق ورکړ.٬٬

بریزینسکي که څه هم په پولینډ کې زیږېدلی وه خو د خپل وخت یو وتلی سیاسي سټراتیژیست ګڼل کیدو.

بریزینسکي ته په ۱۹۵۸ میلادي کال کې د امریکا تابعیت ورکړل شوی وه او بیا ډیر ژر د امریکا په یوه سخت دریځه سیاستوال باندې بدل شو.

جیمې کارټر په بریزینسکي باندې ډیر باور لرلو او له شک پرته بریزینسکي هغه سړی وه چې له کارټر سره یې د ولسمشر کیدو څخه دمخه هم د بهرني سیاست په پوهیدو کې مرسته کوله.

دی د امریکا د دوو نورو ولسمشرانو لنډن جانسن او جان اف کینیډي د صلاکار په توګه هم پاتې شوی وه.

هم دغه شان بریزینسکي امریکا ته خبرداری ورکړی وو چې له نړیوالې رهبرۍ څخه دې لاس نه اخلي ځکه له دې سره به په نړۍ کې بې ثباتي نوره هم زیاته شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG