لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمېرنې د ادارې رپورټ: پاکستان کې پښتو دویمه ستره ژبه ده، اردو په پینځم نمبر ده


په پاکستان کې د شمېرنې دولتې ادارې په ګرد هیواد کې د ویل کېدونکو ژبو تفصیلات مخې ته راوړي چې له مخې یې پښتو له پنجابي ژبې وروسته په هېواد کې له ویل کېدونکو نورو ژبو تر ټولو ستره ژبه ده.

د شمېرنې د ادارې رپورټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې پښتو د 4 کروړه اؤ 36 لکه خلکو مورنۍ ژبه ده اؤ په دې حساب دا په پاکستان کې ویل کېدونکې تر ټولو ستره دویمه ژبه ده.

په دغه رپورټ کې په پاکستان کې د میشت تر ټولو زیاتو خلکو مورنۍ ژبه پنجابي بلل شوې چې د ویونکو شمېره یې 8 کروړه اؤ 89 لکه ښودل شوې ده.

خو د پاکستان سرکاري او رسمي ژبه اردو چې په ریاستي توګه "قومي ژبه" بلل کېږي په پینځم نمبر یاده کړل شوې اؤ د ویونکو شمېر یې د سرایکي ژبې د ویونکو څخه هم کم ښودل شوی دی.

د رپورټ له مخې پاکستان کې په دریم نمبر سیندي تر ټولو زیاته ویل کیږي اؤ دا ژبه د 3 کروړه اؤ 44 لکه کسانو مورنۍ ژبه ده.

سرایکي د 2 کروړه اؤ 88 کسانو مورنۍ ژبه ده اؤ د سترو ژبو په کتار کې په څلورم نمبر ولاړه ده خو د پاکستان د قامي ژبې اردو د ویونکو شمېره بیا 2 کروړه اؤ 22لکه ښودل شوې چې په دغه فهرست کې په پینځم نمبر ولاړه ده.

د شمېرنې د ادارې رپورټ کې راغلي چې په ملک کې د 81 لکه اؤ 17زره کسانو مورنۍ ژبه بلوچي ده اؤ اؤ 2 لکه اؤ 74 زره کسان خپلو کورونو کې په کشمیري ژبه خبرې کوي.

په رپورټ کې د هندکو ژبې د ویونکو شمېره 55 لکه اؤ 90زره ، د براهوي ژبې د ویونکو شمېره 27 لکه اؤ 78زره ښودل شوې اؤ اؤ یو لک اؤ 16 زره کسان بیا شینا ژبه وایي.

دا رپورټ ښیي چې ملک کې 52 زره اؤ 134 په بلتي ژبه خبرې کوي اؤ د 7 زره اؤ 466 کسانو مورنۍ ژبه کیلاش ده.

دې رپورټ کې د کوهستاني ژبې د ویونکو شمېره 10 لکه اؤ 39 زره ښودل شوې اؤ 33 لکه اؤ 37زره کسان نورې ژبې وایي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG