د پاکستان پوځ منلې چې د بلوچستان په قلات سیمه کې تېره ورځ د وسله والو په برید کې 7 عسکر وژل شوي اؤ دعوه یې کړې ده چې په دغه مهال نښته کې 6 ترهګر هم وژل شوي دي.
بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې ددې برید ذمه واري قبوله کړې اؤ وایي ډير زر به له رسنیو سره په برید کې د اوښتو زیانونو په اړه تفصیلات شریک کړي.
په دوؤ اوونیو کې دننه په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دا دریم ستر برید دی چې د امنیتي عسکرو په ګډون پکې تر 35 زیات کسان وژل شوي دي.
د پوځ ویاندې ادارې ای ایس پي آر پخپل بیان کې ویلي، د 15م او 16م نومبر په منځ شپه کې ترهګرو د قلات ضلعې په شاه مردان سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته د برید کولو هڅه کړې ده.
د ای ایس پي آر د بیان له مخې په دغه مهال "پوځيانو په مړانې سره د ترهګرو مقابله کړې اؤ په نښته کې شپږ ترهګر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي".
ای ایس پي آر پخپل بیان کې منلې ده چې په دې نښته کې اووه عسکر وژل شوي خو د ژوبلو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د سیمې نه سرچېنو د خالي یا شنبې په ورځ وي او اې ډیوه ته ویلي وؤ ، په برید کې د 7عسکرو وژل کېدو تر څنګ 15 نور ژوبل شوي هم دي.
د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د نیک بخت زمین، غلام اسحاق، عبدالقدیر، رضوان، وقاص، علي عباس او ثاقب رحمان په نومونو مخې ته راغلې ده.
پوځ ویلي دي چې سیمه کې د ترهګرو د ممکنه شتون ختمولو لپاره د پاکونې عملیات دوام لري اؤ وایي امنیتي ځواکونه د قام سره اوږده په اوږه د بلوچستان د امن ، ثبات اؤ ترقۍ د تالا ترغۍ کولو هڅو شنډولو ته پرعزمه دي.
په کومه سیمه کې چې په امنیتي ځواکونو دا برید شوی هغه د قلات ښار څخه 45 کلو میټره لرې پرته یوه حساسه سیمه ده چې په تېرو وختونو کې هم دغلته د امنیتي ځواکونو اؤ اؤ بلوڅ وسله والو ډلو تر منځ نښتې شوې دي.
بلوڅ بیلتون خوښې ډلې بلوڅ لبریشن ارمي( بي ایل اې) ددې برید ذمه واري پغاړه اخستې اؤ پخپل یو بیان کې ددغه ډلې ویاند جیند بلوڅ ویلي چې د دوي وسله والو دې برید کې د پوځ یو کیمپ په نښه کړی دی.
د بې ایل اې ویاند ویلي چې دوي به زر د رسنیو سره ددې برید نور تفصیلات شریک کړي.
په تېرو دوؤ اوونیو کې دا په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دریمه ستره حمله وه چې پکې د امنیتي عسکرو په ګډون تر 35 زیات کسان وژل شوي.
په 9نومبر د کوټې په ریلوی اسټېشن کې د پوځ په یوه ډله خودکش حمله شوې وه چې د 16ؤ پوځیانو په ګډون پکې 26 کسان وژل شوي اؤ تر 60 ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.
په 14 نومبر هم په د بلوچستان د هرنایي ضلعي په مانکي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یو ګاډي برید شوی ؤ چې پکې د پوځ یو میجر اؤ یو حوالدار وژل شوي وؤ.
د دغو دواړو بریدونو پړه هم وسله والې ډلې بې ایل اې پغاړه اخستې وه.
د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف اؤ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي قلات کې په پوځ شوی اوسنی برید غندلی اؤ پېښه کې د وژل شوؤ پوځیانو د کورنیو سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده.
پخپل یو بیان کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې بلوچستان کې انتشار اؤ بد امني خورونکي عناصر ددې صوبې د خلکو اؤ ترقۍ دښمنان دي.
هغه ویلي چې د ترهګرو داسې ناوړه ګامونه د بلوچستان د ترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره د حکومت عزم نه شي کمزوری کولی.
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.
Forum