لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پرلت کمېټۍ ویلي حکومت یې غوښتنې منلي او د پرلت ختمولو اعلان یې کړی


د پاکستان بلوچستان ایالت سرحدي ښارګوټي چمن کې د تیرو لسو میاشتو راهسې روان پرلت کمېټۍ غړو ویلي، د منځګړو په مرسته د حکومت سره روانې خبرې اترې یې کامیبې شوي د حکومت لخوا نیول شوي ټول مشران یې خوشي شوي او حکومت یې د غوښتنو منلو ژمنه کړې.

د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ایالتي حکومت تر اوسه د پرلت د مشرانو د دغه دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

د یاد پرلت د کمېټۍ غړو دعوه کړې د نورو غوښتنو تر څنګ یې حکومت د پخوا په شان په شناختي کارډ او افغان تذکره د سرحدي سیمو خلکو ته د تګ راتګ د اجازې تر څنګ نور غوښتنې هم منلي.

د پرلت کميټۍ ځايي مشر فيض محمد دعوه کړې د یوې اونې راهسې د حکومتي چارواکو سره روانۍ خبرې اترې تېره شپه کامیابۍ شوي او د پرلت په غوښتنه یې پینځه نیول شوي مشران د بند نه خلاص کړل شوي.‌

نوموړي ‌ویلي، ٫٫ زمونږ ټولې غوښتنې منل شوي، زمونږ بندي وروڼه/ ملګري هغه راخوشي شوي او زمونږ مظلوم اولس چې شاه خوا لس مياشتې کوم ﺯياﺭ ايستلې د هغه ثمر وﺭته ميلاو شو. زمونږ خلک به پر شناخت کاﺭډ او تذکيره باندي پر چمن دﺭواﺯه تګ او ﺭاتګ کوي او حکومت ﺯمونږ غوښتنې منلي.٬٬

تر اوسه د بلوچستان ایالتي حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي او وي او اې ډېوه د بلوچستان داخله وﺯير مير ضيا لانګو سره په دې اړه تماس نیولی او د حکومت دریځ معلومولو هڅې یې کړي. خو داخله وزیر تر اوسه کوم ځواب نه دی ویلی.

د بلوچستان د حکومت وياند شاهد ﺭند هم په دې اړه د وي او ای ډیوه پوښتنو ته تر اوسه کوم ځواب نه دی ویلی.

په افغانستان کې د افغان طالبانو حکومت د سپين بولدک د پولیسو د ادارې څخه جاﺭي شوي یو خبر کې بیا ویل شوي چې د پرلت د مشرانو په دغه بیانونو او په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ادعاوو په اساس دې څوک د چمن دروازې په لوري تګ راتګ کولو نه ډډه وکړي تر څو چې حکومت په دغې اړه کوم رسمي بیان نه وي ورکړی.

پرلت ته د وینا په وخت د پرلت کمېټۍ او د حکومت تر منځه د خبرو اترو یو منځګړي او پخواني ایالتي وزیر ملک عنایت کاسي بیا ویلي چې د پرلت مشران راخوشي کول او د حکومت لخوا یې غوښتنې منل لویه بریا ده.

ملک عنایت کاسي ویلي، ٫٫ لومړی چانس به د لغړیانو وي د دغې وروسته به د چمن او باډر په اړه ستاسو تګ راتګ په شناختي کارډ او تذګره وي.٬٬

د ملک عنایت وروسته د جون په میاشت کې په چمن کې نیول شوي د پرلت پېنځو مشرانو کې غوث الله او عبدالصادق اڅکزي هم پرلت ته ویناوې وکړې او د حکومت او پرلت د کمېټۍ تر منځه د ګټه ورو خبرو اترو پخلی یې کړی. دغو دواړه ویلي چې د نهه میاشتو پرلت او احتجاج رنګ راوړی او دوي په خپل مقصد کې کامیاب شوي. د یادو وینا ګانو وروسته د پرلت خېمې او کنټېنرې پورته کړې شوي او د پرلت کمېټۍ لخوا په رسمي توګه د پرلت ختمولو اعلان شوی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG