لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چین کې د کرونا وایرس په نویو پېښو کې کمی لیدل کېږي


د اټلي په مېلان ښار کې خلکو احتیاطي ماسکونه لگولي
د اټلي په مېلان ښار کې خلکو احتیاطي ماسکونه لگولي

په چین کې د کرونا وایرس نوي پیښې کمې شوي خو د نړۍ په نورو هیوادنو په خاصه توګه ایران، جنوبی کوریا او اټلي کې د کروناوایرس نه داغیزمند شوي کسانو شمیره په زیاتیدو ده.

د ایران په گاونډ کې پروت افغانستان د گل، دوشنبې، په ورځ په هېواد کې د کرونا واېرس د لومړۍ پېښې تصدیق وکړو.

په چین کې د ګل یا دوشنبې د ورځې د شمیرو ترمخه تروسه پورې 770000 خلکو کې د وائرس تصدیق شوی او په دغه هیواد کې 2590 کسان د دې وایرس دلاسه مړه شوي دي.

د چین نه باهر په 2100 نه زیات کسانو کې دغه وائرس موندلې شوې دی.

د اې ایف پي د رپورټ ترمخه تراوسه پورې په جنوبي کوریا کې اووه جاپان کې 4څلور، اټلې کې 4څلور، هانګ کانګ کې دوه، فرانس کې یو، فلپائن کې یو، او تائیوان کې یو کس د کرونا وائرس دلاسه مړ شوی دی.

ځینې نړیوال مطبوعاتي رپورټونه د ایران د سیاسي مشرانو د قوله لیکلي د کرونا وائرس د لاسه د ایران قلم ښار کې پنځوس کسان مړه شوي دي خو د ایران حکومت صحت چارواکي د مړو شمیره صرف دولس ښايي.

بحرین او کویت کې هم د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو یو تن کې د کرونا وائرس تصدیق شوی دې.

د فرانس 24 خبری ادرې پخپل رپورټ کې د منځني خطیز د صحت چارواکو د قوله لیکي دغه متاثره کسان د ایران نه ورغلي وو.

د ګل یا دوشنې په ورځ جنوبي کوریا کې د 231 مریضانو کې د کرونا وائرس پخلې شوی دي او پدغه هیواد کې د کرونا وائرس دلاسه اغیزمند شوو کسانو شمیره 833 ته رسیدلي ده.

د جنوبي کوریا حکومت د وائرس د مخ نیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. په هیواد کې يې سکولونه تړلې او د کورین فټ بال لیګ غوندې لوې لوې دستورې د نا معلومه وخت لپاره ځنډولې شوي دي.

په جنوبي کوریا کې د 28000 پورې امریکا پوځي عسکر میشت دي او امریکا د وائرس د خوریدو د خطرې کچه لوړه کړي ده.

د اټلي حکومت د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي په هیواد کې یې د کرونا وائرس دلاسه 132 کسان متاثره شوي دي او دهیواد 12 نه زیات واړه واړه ښارنو یې قرنطین یا تړلۍ دي.

د چین مشرانو د د مارچ په 5 نیټه کیدونکي سیاسي غونډه د نامعلوم وخت پورې ځنډولي، البته د امریکا نیویارک ټائمز د رپورټ ترمخه د چین ووهان ښار چرته نه چې دغه وبايي مرض خور شوی او دغه ښار قرنطین یا تړلې شوی وو. هلته د چین حکومت د تګ راتګ لپاره نرمي رواستلي ده.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG