لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي آی اې او د شمالی کوریا مشرانو سره لیدلي دي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهار شنبې په ورځ تایید کړه چې د سي آی اې رییس مائیک پومپپو د پیونگیانګ په ښار کې د شمالي کوريا له مشر کیم جونګ ان سره یوه پټه غونډه کړې ده.

صدر ټرمپ په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي:

« دا یو کامیابه غونډه وه او ښې اړیکې جوړې شوې.»

صدر ټرمپ نور لیکلي د اټومي وسلو ختمول به نه یواځې شمالي کوریا بلکه د ټولې نړې لپاره ښه وي.

صدر ټرمپ د تېرې نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي وو، چې امریکا او شمالي کوریا په لوړه کچه خبرې کړي خو په دې اړه یې تفصیل نه وو وړاندې کړی.

صدر ټرمپ ویلي:

« مونږ په لوړه کچه نیغ په نیغه خبرې کړې دي او گورو به چې څه کیږي، لکه څنګه چې زه تل وایم، موږ به وګورو چې څه کیږي. ځکه چې په پای کې وروستۍ پایلې وي چې مهمې وي.

چارواکو ویلي، د مایک پومپیو او د شمالي کوریا مشر ترمنځ دا پټ ملاقات د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر ترمنځ د ممکنه غنډې لپاره د روانو تیاریو په لړ کې شوی.

صدر ټرمپ د شمالي کوریا مشر سره د روان جون میاشتې په سر کې د ملاقات پلان لري چې هدف یې د شمالي کوریا د اټومي وسلو پروگرام ختمول دي، کوم چې په سیمه کې د امریکا او د دوې اتحادیانو مخې ته زیاتیدونکی ګواښ دی.

د جاپان وزیراعظم شینزو ابې، څوک چې دا وخت په فلوریډا ریاست کې دی د تېرې نهې په ورځ یې د صدر ټرمپ ستاینه وکړه چې کم جان اون سره په ناستې رضا شوی دی او زیاته یې کړه چې د جرات ډک گام یې اخیستی.

ښاغلي شینزو ابې تمه څرگنه کړه چې د امریکا او شمالي کوريا ترمنځه لومړی سرمشریزه غونډه کې به د اندیښنو وړ مسلو حل کولو په لړ کې به د پام وړ پرمختګ وشي.

پدې کې د اټومي وسلو، د میزایلو او د خلکو د تښتولو مسلې شاملې دي

چې دا د جاپان له سترو لومړتیوبونو څخه دي.

ده وړاندې وویل، دا به یوه تاریخي غونډه وي او زه امید کوم چې ددې مسلو په لړ کې به پرمختگ وشي.

امریکا ته د وزیراعظم ابې سفر پداسې وخت کې مخې ته راغلی چې د صدر ټرمپ لخوا د جاپان د سټیلو او المونیمو مصنوعاتو ته د ټکس رعایت نه ورکولو په سر د امریکا او جاپان ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوي دي.

د دې ترڅنگ، ټوکیو دا اندیښنې هم لري چې صدر ټرمپ شمالي کوریا سره داسې معاهده لاسلیک کوی شي چې د جاپان امنیت په خطر کې اچولی شي.

څیړونکي وايي، ښاغلی ابې چې د صدر ټرمپ سره یې نژدې اړیکې دي، هیله لري چې د جاپان د ګټو د خوندي کولو لپاره خپل اغیز وکاروي.

په ولسن سینټر کې د اسیا لپاره د پروگرام مشر ابراهم ډین مارک ویلي:

« د وزیر اعظم ابې لپاره دا ډیر مهم دي چې د صدر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر ترمنځ ملاقات نه وړاندې صدر ټرمپ سره کښېني او دا یقیني کړي چې ټرمپ پدې پوه وي چې کومې مسلې د جاپان لپاره ډیرې مهمې دي او د جاپان له سترو لومړیتوبونو څخه دي.»

صدر ټرمپ ښاغلي ابې ته ډاډ ورکړی چې د شمالي کوريا لخوا د جاپاني تښتول شويو وگړو موضوع به د ښاغلي کېم سره د هرې ممکنه ليدنې پرمهال په اجنډا کې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG