د امریکې سرښار واشنګټن سره نږدې د مسافرو هوايي جهاز او د پوځي هېلې کاپټر په هوا کې ټکر کېدو او په سیند کې د غورځېدو وروسته د ۵۵ کسانو مړي د اوبو نه راوېستل شوي دي او د ګل، دوشنبې، په ورځ چارواکو کوښښونه کول چې د جهازونو ملبه د دریاب څخه راوباسي.
د مسافرو په هوايي جهاز کې د عملې په شمول ۶۴ کسان او په پوځي هېلې کاپټر کې درې عسکر وو. دواړه جهازونه د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د رونلډ رېګڼ واشنګټن نېشنل ایرپورټ سره نږدې په هوا کې وجنګېدل او د هوايي اډې خوا کې سيند ته وغورځېدل.
د واشنګټن د اور وژونکي او امدادي ادارې مشر جان ډونېلي وویل ۵۵ مړي د اوبو څخه راوېستل شوي او شناخت یې شوی دی. هغه امید څرګند کړو چې ټول مړي به وموندل شي.
چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ سیند نه د جهازونو ملبه د راوېستلو کار شروع کړی و.
د مسافرو جهاز په هوايي اډه د کوزېدو تیاری کولو چې د هېلې کاپټر سره وجنګېدو او دواړه جهازونه بیا پوټومېک دریاب ته وغورځېدل. د چارواکو په وېنا هېلې کاپټر د مشق د معمول پرواز کولو.
د وفاقي حکومت تحقیق کوونکو د پېښې پلټنې شروع کړي دي. تحقیقات په پوره کېدو کې ممکنه ده چې یو کال ولګي خو چارواکي امید کوي چې ابتدايي رپورټ به په یوه میاشت کې تیار شي.
دا په وروستي کلونو کې په امریکا کې د هوابازۍ تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
په کال ۲۰۰۱ کې په نیویارک کې د مسافرو جهاز د غورځېدو په پېښه کې ۲۶۰ کسان او په ځمکه پينځه کسان ووژل شوو.
ماهرین ټینګار کوي چې هوايي سفر په پراخه کچه محفوظ دی خو د رېګن د شا او خوا په شان مصروفه علاقه د تجربه کاره پایلټانو دپاره هم مشکلات لرلی شي.
Forum