لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د معدې زخم یا السر ناروغۍ نه ځان څنګه ساتلی شئ؟


د معدې زخم یا السر چې د گېسټرک السر په نامه هم پېژندل کیږي د معدې دننه زخم جوړېدو ته وایي. د دې ناروغۍ ښکاره نخښه په معده کې هر وخت درد کیدل وي. د ډاکټرانو په وینا السر ناروغي په ٩٠ فیصد کېسونو کې د اېچ پایلوري نومي جراثیم له امله کیږي او سره د دې دا موروثي یا خانداني هم کېدې شي. د دردونو کمولو لپاره په خپل سر د دوایانو (لکه اېسپرین) زیات استعمال، د سېگرټو او شرابو (الکوحل) زیات استعمال يې غټ غټ علتونه دي.

د السر لوې لوې علاماتونه

د پېښور په یو شخصي هسپتال یا روغتون کې پروفیسر ډاکټر راشد اقبال د معدې السر ښکاره علاماتونه څه داسې ښودلي.

  • په معدې کې هر وخت درد کېدل
  • زړه کچه کچه کېدل یا زړه خرابیدل
  • خوراک ته زړه نه کیدل یا د ډیر لږ خوراک سره لوږه ختمیدل
  • ډېر زیات ډرقي راتلل

د کومو خواراکونو نه پرهېز پکار دی

د وي او ای ډیوه سر د السر په اړه په یوه ځانګړې مرکه کې ډاکټر راشد اقبال ډیوه ویلي د السر ناروغه تن ته خواراک کې ډېر پام کول پکار دي او یو شمیر خوراکونه داسې دي چې ترې ډډه یا مکمل پرهیز پکار دی.

چای، کافي

د داکټر راشد ترمخه چې د یو تن د معدې السر معلوم شي نو تر ټولو وړاندې دې تورې چای او کافي بندې کړي. د هغه په وینا په چای او کافي کې موجود کېفین د السر مریض لپاره ډېر زیانمند وي. په السر کې ډاکټران د شین چای کم استعمال مشوره هم ورکوي.

تروې مېوې او خواږه شربتونه

مالټې، ليمو او داسې نورې تروې مېوې او سبزیانې، تراوو شربتونه او د سوډاگانو (بازاري شربتونو) کارول هم د معدې السر کې ښه نه وي ځکه چې دا په معدې کې تېزابیت سېوا کوي.

مرچکي او مسالې

ډاکټر راشد اقبال تر مخه د مرچ مسالو نه ډک خواراکونه د السر ناروغه تن لپاره خطرناک وي او دغې نه مکمل پرهیز پکار وي. دې ترڅنگ سېگرټ او نسوار هم د السر مریض لپاره تاواني دي.

ډاکټر راشد زیاتوي که چا ته د معدې السر وي او په وخت يې علاج وه نه شي نو دا بد تره کېدې شي. د معدې د زخم یا السر په اړه د ډاکټر راشد اقبال تفصیلي مرکه په لاندیني لنک واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:11 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG