لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان: د اقتصادي پیاوړتیا لپاره به پاکستان ته له ګاونډيانو سره تجارتي اړیکې ښې کول وي


اقتصاد پوهان وايي په هېواد کې د اقتصادي ستونزو هوارولو او خلکو ته د روزګار ورکولو دپاره به نوي حکومت ته د ګاونډي هېوادونو سره تجارتي اړيکي ښې کول وي چې دا شان د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر ارزښت پیاوړی شي.

دوی وایي هندوستان، افغانستان او د منځنۍ اسيا هېوادونه د پاکستان د مالونو دپاره پراخه مارکيټ لري خو هغې ته لاسرسي دپاره به سياسي او تجارتي اړيکې ښه کول وي۔

اقتصاد پوهان او تاجران په دې اند دي چې پاکستان ته د ورپېښو اقتصادي چېلينجونو قابو کولو دپاره به د ډالر قيمت کمول او د وارداتو پرځای د صادراتو کچه لوړول وي۔

په پېښور کې مېشت تاجر او صنعت کار شاهد حسین وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل مخکې افغانستان د پاکستان سره 80 فیصدي روزګار کولو خو اوس د افغانستان په مارکیټونو کې د د پاکستاني اجناسو برخه 20 فیصدي ته راکوزه شوې ده.

نوموړی وایي"د پاکستان ډېر نزدې زميني سرحد دی او د هندوستان ډېره لویه ابادي د سرحد نه اخوا پرته ده، په ماضي کې که مونږ وګورو نو زمونږ د کنسټرکشن یا تعمیراتو زیاتره شيان دې نزدې علاقو ته تلل پځای د دې چې هغه د بمبۍ او ډيلي نه دې خلکو راوړل هغه ورته د کرايه په شکل کې ګران پرېوتل".

نوموړي زياته کړه چې په تېر وخت کې افغانستان د خپلې جغرافيې له وجې 80 فيصده روزګار د پاکستان سره کولو "خو اوس داسې وخت راغلو چې په افغان مارکيټ کې زمونږه د اجناسو برخه 20 فيصده ته راغله".

تاجران وايي د افغانستان سره په پوله په دې نوي دور کې هم د تيکنيکي او سياسي ستونزو له کبله اوسطاً 700 لارۍ په روزانه حساب سره مالونه وړي او راوړي د کومو شمېر چې نزدې 3000 پکار دی۔

افغان تجاران وايي د پاکستان ځينو وروستیو پرېکړو او په بېلا بېلو وختونو کې د پولې تړل کېدو له وجې د افغانستان تاجران اوس د تورخم د لارې تجارت ته زړه نه ښه کوي او په نورو لارو تجارت ته دوام ورکوي ۔

د افغانستان سوداګر او صنعتکار نقیب الله ساپي وایي"د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان حکومت له خوا په يو اړخيزه توګه په افغان ټرانزټ باندې يو لړ ستونزې او خنډونه ايجاد شول چې د هغې له امله ډېره زياته کارګو ودرېدله او د افغانستان اړخ په دې مجبوره شو چې په بديل لارو فکر وکړي".

نوموړی وایي "اوس مهال د ايران د بندر له اړخه ډېر زيات مال راځي، نو زه وايم دې د اپټا قرارداد او نور داسې قراردادونه مونږه لرو بايد د هغې مطابق داپرېکړې وشي او داسې خنډونه لړې کړل شي او نوی حکومت په دې اقدام وکړي".

د سوداګرو ترمخه په 2022 م کال کې د منځنۍ اسيا چې د نړۍ نه کوم د 39 بيلينه ډالرو واردات شوي وو په هغې کې د پاکستان 287 ميلينه برخه وه۔

دوی وايي د افغانستان او منځنۍ اسيا سره تجارت سېوا کولو دپاره مهمه ده چې تاجرانو ته په ويزو ترلاسه کولو او تګ راتګ کې اسانۍ پېدا کړل شي۔

صنعت کار شاهد حسین وایي ، د منځنۍ اسيا تاجران پاکستان ته راتلل اؤ دلته تجارت کول غواؤی خو د ویزو د سخت عمل نه سر ټکوي.

شاهد حسین وایي د تاجرانو وینا ده چې کله هغوي ويزه جمع کړي نو په څلورو مياشتو کې یې کلېرنس نه کېږي.

"حکومت ته پکار دي چې کوم کمرشل اتاشي هلته ناست دي د هغوی نه رائ واخلي او هغوی بازارونو ته ولېږي څنګه چې نور سفارتونه د تجارت څانګه نه وخت په وخت خپل مملکت خبروي، پکار دا ده چې د منځنۍ اسيا او افغانستان سره زمونږه په دې وخت کې پنځه شپږ بيلينه ډالرو اېکسپورټ وشي".

د حکومتي شمېرو ترمخه په 2023 کال کې د پاکستان تجارتي خساره 48 بلينه ډالره وه ځکه چې د صادراتو کچه 32 بلينه ډالره او واردات يا اېمپورټ 80 بيلينه ډالره لوړ شوې و۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي که افغانستان او د منځنۍ اسيا سره دوه اړخيزه تجارت کې رامنځ ته شوي خنډونه لرې نه کړی شول نو دا تجارت به په راروان وخت کې نور هم راکم شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG