لاس رسیدونکی لینک

 
یورپي یونین په روس بندیزونه تازه کړي، او په شام یې ځیني بندیزونه نرم کړي
تازه خبر

یورپي یونین په روس بندیزونه تازه کړي، او په شام یې ځیني بندیزونه نرم کړي


د یورپي ټولنې د بهرنۍ تګارې مشرې کاجا کالېس وویل: "مونږ په ګرینلېنډ خبرې اترې نه کوو." هغې زیاته کړه "البته، مونږ د خپل غړي هېواد، ډنمارک او د هغه خپلواکې سیمې، ګرینلېنډ ملاتړ کوو."
د یورپي ټولنې د بهرنۍ تګارې مشرې کاجا کالېس وویل: "مونږ په ګرینلېنډ خبرې اترې نه کوو." هغې زیاته کړه "البته، مونږ د خپل غړي هېواد، ډنمارک او د هغه خپلواکې سیمې، ګرینلېنډ ملاتړ کوو."

یورپي یونین یا اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د ګل دوشنبې په ورځ د روس پرضد په یوکرین کې د جګړې له کبله بندیزونه جاري ساتلو فیصله کړې، خو د بشارالاسد د واکه د لېرې کېدو وروسته یې په شام ځینې بندیزونه نرم کړي.

د هنګري لخوا د څو اوونیو ځنډ د ګل، دوشنبې په ورځ ختم شو، چې يورپي یونین وکړې شو چې د روس خلاف بندیزونه د نورو شپږو میاشتو دپاره وغځوي.

خو په بدل کې د هنګري وزیر اعظم ویکټر اوربان ، چې مسکو ته نږدې ګڼلې کیږي په یوکرین ټینګار کوي چې د ټرانزېټ تړون د ختیمدو وروسته سېنټرل (مرکزي) يورپ ته د ګیس پایپ لاین بیرته پرانیزي.

یورپي یونین د مالدووا د انرجۍ ضرورتونو دپاره هم مرستې ځانګړې کړې، کوم چې یورپ وايي د روس لخوا د خطر سره مخ دی.

یورپي یونین چې 27 غړي لري په شام کې د نوي حکومت د راتلو وروسته په مخالف لوري حرکت وکړو او د بشري مرستو د زیاتولو او ځینې بندیزونو د کمولو باندې یې اتفاق وکړو.

د یورپي یونین د بهرنۍ تګلارې مشرې کاجا کالېس وویل، "دا د شام اقتصاد ته وده ورکولای شي او دغه هېواد په خپلو پښو ودرلو کې مرسته کولې شي. "

deewa
deewa



د شام د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني د یورپي ټولنې دغه اقدام یو "مثبت ګام" ګرځولی دی.

د یورپي یونین د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د ډزبندۍ څخه نیولې د ایران او د ختیځ کانګو د شخړې په اړه هم خبرې کړې.

د یورپي یونین د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې ېوه بله مهمه موضوع د امریکا صدر ټرمپ د نوې انتظامیې سره د تعلقاتو وه.

کاجا کالېس وویل: " لکه څنګه چې امریکا د لا زیاتې تبادلې یا تعامل معاملې په طرف روان دی. یورپ ضروت لري چې خپل صفونه نور مظبوط کړي. مونږ هغه وخت پیاوړي یو کله چې مونږ متحد یو - دا هغه نظر و چې ټولو لرلو."

هغې واشنګټن د یورپ تر ټولو نږدې اتحادي وګرځولو . خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د ګرینلېنډ سیمې د واک ترلاسه کولو د خواهش وروسته ، تجارت، پوځي لګښتونو او ګرینلنډ په اړه کړکېچ زیات شوی دی.

د یورپي ټولنې د بهرنۍ تګارې مشرې کاجا کالېس وویل: "مونږ په ګرینلېنډ خبرې اترې نه کوو." هغې زیاته کړه "البته، مونږ د خپل غړي هېواد، ډنمارک او د هغه خپلواکې سیمې، ګرینلېنډ ملاتړ کوو."

کاجا کالېس د ډیرو هغه طریقو یادونه هم وکړه چې امریکا او یورپي ټولنه یو له بل سره تړلي دي. خو هغې وویل چې یورپ باید د خپل اتحادیانو او مخالفینو سره په معامله کې خپل طاقت په پام کې ونیسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG