لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف بي ايي د ټرمپ د وژنې هڅه کونکي شکمن تن پیژندګلو کړې


Election 2024 Trump
Election 2024 Trump

د امریکا د پلټنو مرکزي ادارې اېف بي ايي د اتوار/ یکشنبې په سهار وختي ویلي د امریکا پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د وژنې هڅه کونکي تن پیژندګلو یې کړې. د ادارې تر مخه دغه برید کونکی ۲۰ کلن میتهیو کروکس ٬٬ په پېښه کې ککړ٬٬ تن په تیرو څو لسیزو کې د امریکا د تاریخ تر ټولو غټ سیاسي تشدد عمل کړی.

د قانون عملي کولو ادارې په یو لنډ شان بیان کې ویلي چې کروکس د پینسلوینیا د بېتل پارک سیمې اوسیدونکی وو چې د صدر ټرمپ د جلسې د ځاې نه یوه ګهنټه لرې دی. د ټرمپ د صدارتي کمپاېن په جلسه کې تېره ورځ د تقریر/ وینا په وخت په هغه ډزې شوي او غوږ یې په یو ډز لګیدلی.

د اېف بي ايي لخوا ورکړل شوي بیان کې د شکمن تن په اړه نور کوم تفصیل نه دی ورکړل شوی. د دغه تن په اړه عیني شاهدان وايي چې د جلسې ځاې سره نژدې یې د یو کور د بام / سر نه په ټوپک ډزې کړي. مخکې د دې نه چې امنیت ساتونکو لخوا په ډزو ووژل شي.

اېف بي ايي ویلي چې د دغه پېښې ٬٬ فعاله پلټنې روانې دي٬٬ او زیاته کړې یې ده چې د کوم چا سره د دغې په اړه کوم معلومات وي نو د چارواکو سره یې شریک کړي.

تیره ورځ د پینسلوینیا په بټلر سیمه کې شوې دغه پېښه کې په جلسه کې ګډون کونکی یو بل تن وژل شوي او دوه نور سخت ژوبل دي. دغه ځاې یو خلاص میدان وو.

د پټسبرګ د اېف بي ايي ځايي دفتر مشر کېون روجک د اتوار په ورځ خبریالانو ته ویلي ٬٬ حیرانونکې خبره دا ده٬٬ چې وسله وال تن د وژل کیدو مخکې څلور یا پینځه ډزې کړي. نوموړي زیاته کړې ٬٬ مونږ تر دې دمه د دغه برید په مقصد نه یو پوهه، که څه هم زمونږ پلټنه کونکي پرله پسې پلټنې کوي چې د برید کونکي مقصد څه وو.٬٬ نوموړي زیاته کړې چې د دغه پلټنو سر ته رسېدو کې میاشتې لګېداې شي.

د امریکا پخواني صدر ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو بیا ویلي چې هغه ٬٬ سم دی٬٬ او په ډزو کې یې ښی غوږ پرې شوی. په یو ځايي هسپتال کې د علاج وروسته ټرمې د روغتون نه وېستل شوی. ډانلډ ټرمپ ویلي ٬٬ دا د حیرانتیا خبره ده چې زمونږ په هیواد کې هم دا قسمه عمل ترسره کېداې شي.٬٬

د امریکا په پخواني صدر او د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډانلډ ټرمپ دغه برید نه یواځې د امریکا دننه په ګرده نړۍ کې د هیوادونو مشرانو غندلی.

په ډانلډ ټرمپ شوي بريد ته نړیوال غبرګون، د بريد غندنه شوې

د امریکې صدر جوبايډن د خالي/ شنبې په ورځ ويلي، هر تن بايد په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د قتل د مشکوک برید غندنه وکړي. هغه تمه څرګنده کړې، زر به د کال 2024م په صدارتي انتخاباتو کې د خپل سيال سره خبرې وکړي.

د ډزو د پېښې نزدې دوه ساعته وروسته صدر بايډن قام ته په وينا کې ويلي، ټرمپ روغ دی.

هغه ويلي د څرګندونو وړاندې یې نه شو یې کولی چې ټرمپ ته رسېدلی وی او ژمنه یې کړې، د شنبې په ورځ ناوخته به په ټرمپ د شوي بريد د تازه تحقيقاتو څخه خلک خبر کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG